کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۲): د بدني روزنې او سپورټ رییس نظرمحمد مطمین له دندې ګوښه شوی او پر ځای یې مولوي عبدالودود حقاني ټاکل شوی دی.
مطمین پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې یو کال او پنځه میاشتې یې په دې اداره کې کار وکړ.
هغه زياته کړې: «د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له لطف او شفقت څخه مننه چې زه یې له دروند مسوولیت څخه فارغ کړم، اوس به خپلو لیکنو ته د وخت پيدا کولو جوګه یم انشاءالله.»
له بلې خوا، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد بیا د نوو ګومارنو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست مالي او اداري رییس مولوي عبدالودود حقاني د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
Views: 1042
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن