منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۴ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د بدني روزنې او سپورټ ریاست مشر نظرمحمد مطمین له دندې ګوښه شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۹۴ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۲): د بدني روزنې او سپورټ رییس نظرمحمد مطمین له دندې ګوښه شوی او پر ځای یې مولوي عبدالودود حقاني ټاکل شوی دی.

مطمین پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې یو کال او پنځه میاشتې یې په دې اداره کې کار وکړ.

هغه زياته کړې: «د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له لطف او شفقت څخه مننه چې زه یې له دروند مسوولیت څخه فارغ کړم، اوس به خپلو لیکنو ته د وخت پيدا کولو جوګه یم ان‌شاءالله.»

له بلې خوا، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د نوو ګومارنو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې  بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست مالي او اداري رییس مولوي عبدالودود حقاني د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.