ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د میدان‌وردګو د پخواني والي مظفرالدین یمین زوی وژل شوی

کابل کې د میدان‌وردګو د پخواني والي مظفرالدین یمین زوی وژل شوی

author avatar
11 Apr 2023 - 08:33
کابل کې د میدان‌وردګو د پخواني والي مظفرالدین یمین زوی وژل شوی
author avatar
11 Apr 2023 - 08:33

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): د میدان‌وردګو د پخواني والي مظفرالدین یمین زوی (حامد یمین) ناپېژاندو وسله‌والو له خوا د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې په ډزو وژل شوی دی.

د میدان‌وردګو ولایت یوه اوسېدونکي او ازاد ژورنالېست حبیب‌الرحمن ابراهیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه اته بجې د خوشحال خان په سپین کلي ساحه کې د یمین د کور مخې ته شوې ده.

هغه وایي، د مظفرالدین یمین زوی حامد یمین نومېده او ترکیه کې یې لوړې زده‌کړې کړې وې.

په ټولنیزو پاڼو کې هم د حامد یمین د جنازې خبرتیاوې لاس په لاس کېږي.

پخوانی جهادي قوماندان مظفرالدین یمین د تېر حکومت پر مهال د میدان‌وردګو والي او له هغه مخکې د دغه ولایت د امنیې قوماندان په توګه دندې ترسره کړې دي.

دغه موضوع مو د کابل له امنیې قوماندانۍ سره هم شریکه کړه خو تر اوسه یې څه نه دي ویلي.

Views: 978

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.