ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار په نانوايي‌‌ګانو کې د لس افغانۍ ډوډۍ وزن تر ۳۹ ګرامه توپیر لري

د کابل ښار په نانوايي‌‌ګانو کې د لس افغانۍ ډوډۍ وزن تر ۳۹ ګرامه توپیر لري

author avatar
11 Apr 2023 - 13:36
د کابل ښار په نانوايي‌‌ګانو کې د لس افغانۍ ډوډۍ وزن تر ۳۹ ګرامه توپیر لري
author avatar
11 Apr 2023 - 13:36

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): په کابل ښار کې د پژواک له لوري د ۲۰ ارزول شوو نانوايي‌ګانو له ډلې ۷۰ سلنه یې په منځنۍ کچه یوه ډوډۍ د ښاروالۍ له لوري له ټاکلې اندازې ‎خلاف په ۱۲ سلنه کم وزن پخوي.

د ریاست‌الوزراء د حکم پر اساس، د کابل ښاروالۍ د لومړنیو توکو د بیو کنټرول او احتکار مخنیوي کمېسیون په خپله ۲۱ ګڼه نرخپاڼه کې -چې د ۱۴۰۲ کال د وري په ۱۴ خپره شوې- د لس افغانۍ یوې ډوډۍ وزن ۱۴۵ ګرامه ټاکلی دی. دغه نرخ‌پاڼه د نیمو هغو نانوايي‌ګانو پر دېوالونو هم ځوړنده وه چې د پژواک له لوري ارزول شوې دي.

خو دا مهال د کابل ښار نانوایي‌ګانې د لس افغانۍ یوه ډوډۍ له ۱۱۹ تر ۱۵۸ ګرامه توپیر سره پلوري. دا شمېرې ښیي چې د پژواک له لوري د ۲۰ ارزول شوو نانوايي‌ګانو له ډلې، ۱۴ یې د لس افغانۍ یوې ډوډۍ وزن له نرخ‌پاڼې په کم او ۶ نورې یې د کابل ښاروالۍ له لوري له ټاکلې کچې په لوړ وزن پلوري.

په ورته مهال، هغه نانوايي‌ګانې چې د ډوډۍ وزن یې د ښاروالۍ له خوا له ټاکلې کچې ډېر و، وايي چې د ډوډۍ له پلوره ګټه ترلاسه کوي.

کابل ښاریان د نانوايي‌ګانو د ډوډۍ په وزن کې یاد توپیر بې‌انصافي ګڼي او له ښاروالۍ او اړوندو بنسټونو غواړي چې پر بازار جدي کنټرول ولري او د ډوډۍ وزن په ټولو نانوايي‌ګانو کې د ټاکلې نرخ‌پاڼې له مخې وڅاري.

خو د ښاروالۍ استازی وايي چې د کابل ښار له ټولو نانوايي‌ګانو څارنه کوي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.

د ۱۴۰۰ کال په لېندۍ میاشت کې د پژواک د یوه راپور له مخې، د کابل ښار په نانوايي‌ګانو کې د لس افغانیو ډوډۍ په بېلابېلو وزنونو (له ۱۲۵ تر ۱۷۱ ګرامه) پلورل کېږي، پر دې سربېره چې د نانوایانو ټولنې د ۱۳۹۸ کال په لړم میاشت کې د وروستي ځل لپاره د لس افغانۍ یوې ډوډۍ وزن ۱۸۰ ګرامه ټاکلی و.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې یوه د اوړو پلورونکي احمدشاه وویل، د ۱۴۰۰ کال په وروستیو کې د نانوايي‌ګانو لپاره ځانګړې یوه بورۍ ۴۹ کیلوګرامه اوړه په ۳۲۰۰ افغانیو پلورل کېده، خو له څو میاشتو راهیسې د اوړو بیه ټيټه شوې او نن همغه اوړه په ۲۱۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د پژواک ارزونه

د پژواک خبریال د روان کال د وري په ۲۱مه نېټه -چې د روژې میاشتې له ۱۹مې سره سمون خوري- د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د شلو نانوایي‌ګانو تازه پخه شوې ډوډۍ وزن کړې ده.

دا څېړنه ښيي چې د لس افغانۍ په ارزښت یوې ډوډۍ وزن په انصاري څلورلارې کې ۱۵۸ ګرامه، د تایمني پروژې په پنځم سړک کې ۱۵۳ ګرامه، د سابقه تایمني په پنځم سړک کې ۱۵۲ ګرامه، د پروان هوټل په نانوايي کې ۱۵۱ ګرامه، د قلعه فتح‌الله په څلورم سړک کې ۱۴۹ ګرامه او د قلعه فتح‌الله په پنځم سړک کې  ۱۴۸ ګرامه ده چې د ښاروالۍ له ټاکل شوي وزن څخه ډېر دي.

دغه‌راز د لس افغانۍ په ارزښت یوې ډوډۍ وزن په شیرپور سیمه کې ۱۴۲ ګرامه، د تایمني پروژې په څارندوی بلاکونو، کلوله پشته او کارته پروان کې ۱۴۰ګرامه، د حاجي یعقوب څلورلارې، پای‌کوب نصوار او د تایمني پروژې په اول سړک کې ۱۳۵ ګرامه، د قلعه فتح‌الله دوولسم سړک په نانوايي کې ۱۳۴ ګرامه، د قلعه نجارا په نانوايي کې ۱۳۳ ګرامه، د سابقه تایمني په دوولسم سړک او شهید څلورلارې کې ۱۳۰ ګرامه، په خشت اوختیف کې ۱۲۵ ګرامه، د مدینه بازار په نانوايي کې ۱۲۱ ګرامه او د سابقه تایمني په اول سړک کې ۱۱۹ ګرامه ده چې د ښاروالۍ له خوا ټاکلي وزن څخه کم دي.

د یادو ۲۰ نانوايي‌ګانو په ډله کې د تایمني اول سړک د یوې نانوايي او په مدینه بازار کې د یوې نانوايي د ډوډۍ وزن ترټولو کم وو؛ که څه هم په دې اړه مو د مرکې غوښتنه وکړه خو هیڅ یوه نانوايي چې د ډوډۍ وزن یې د کابل ښاروالۍ له ټاکل شوي وزن څخه کم و، مرکې ته حاضر نه شو.

يوه هغه نانوايي چې د ډوډۍ وزن يې د کابل ښاروالۍ له خوا له ټاکلي وزنه کم و، په دې شرط چې نوم يې په راپور کې ذکر نه شي وويل، د اوړو او ګازو اوسنۍ بیو او ټاکل شوې نرخ‌پاڼې سره نه شي کولى چې د نانوايي او خپلو کارکوونکو لګښت پوره کړي.

د تایمني پروژې په پنځم سړک کې یوه نانوايي اجمل چې د ډوډۍ وزن یې د ښاروالۍ له ټاکلي وزنه ۸ ګرامه ډېر دی وايي، ځينې نانوايي چې غواړي ډېره ګټه وکړي د ډو‌ډۍ وزن کموي، خو دوی د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د ډوډۍ وزن ډېر کړی؛ ځکه د هغه په وینا، د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی.

په ورته وخت کې، په سابقه تایمني کې د یوې نانوایۍ مالک، سیف صفي‌الله چې د هغوی د ډوډۍ وزن هم د کابل د ښاروالۍ له ټاکل شوي وزنه ډېر دی وایي، د اوړو او ګازو له اوسنیو بیو سره چې د پخوا په پرتله ارزانه شوي دي، دوی تاوان نه کوي.

هغه له نورو نانوایانو هم غواړي چې د اوړو او ګازو د بیو لوېدو ته په پام د ډوډۍ وزن د کابل ښاروالۍ له خوا له ټاکلي وزن سره برابر کړي.

د ډوډۍ وزن کمول بې‌انصافي ده او حکومت باید په دې برخه کې جدي کنټرول ولري.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په نانوایانو کې د ډوډۍ وزن د کمښت له امله اندېښنه ښيي او له اسلامي امارته غواړي چې په ټولو نانوايي‌ګانو کې د ډوډۍ وزن کنټرول کړي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي جمشید دې ته په اشارې سره چې د کابل ښار په یو شمېر نانوايي‌ګانو کې د ډوډۍ وزن ډېر کم دی، له ښاروالۍ څخه یې وغوښتل څو هغو له نانوایي‌ګانو سره چې د ډوډۍ وزن یې کم دی قانوني چلند وکړي.

بل‌پلو، د کابل ښار بل اوسېدونکی محمدعارف هم په یو شمېر نانوایي‌ګانو کې د ډوډۍ وزن کموالی بې‌انصافي بولي او له حکومته غواړي چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی عتیق‌الله په دې وروستیو کې د اوړو او ګازو بیو لوېدو ته په اشارې وویل چې په یوه ډوډۍ څوک نه مړېږي، باید یا یې وزن ډېر شي او یا د ډوډۍ بیه ټيټه شي.

په ورته وخت کې، د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی وایي، دغه اداره د لومړنیو توکو ټول لګښت لکه د لارې لګښت، ګمرک او د سوداګر ګټې ته په کتو، هره اونۍ ۳۵ قلمه لومړنیو توکو ته نوې نرخ‌پاڼه ټاکي.

د هغه په وینا، د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د مارکيټونو د تنظیم ۲۲ امریتونه شته چې د بازار په تنظیمولو چارې، له احتکاره مخنیوی او د لومړنیو توکو کمیت او کیفیت څاري.

بارکزي څرګنده کړه چې د کابل ښاروالۍ ګرځنده ټیمونه په ټول ښار کې د ډوډۍ وزن کنټرولوي او که څوک له نرخ‌پاڼې سرغړونه وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.