کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوری سازمان (یونسکو) د هنر له نړۍوالې ورځې سره هممهاله وایي، هر څومره چې هنر وده او پراختیا ومومي نو په هماغه اندازه یوې ازادې او سولهییزې نړۍ ته لاسرسی ډېرېږي.
یونسکو نن (شنبه) دیوه راپور په خپرولو سره لیکلي، دا ورځ د دې یادونه کوي چې هنر کولی شي نړۍ ان په حساسو او سختو شرایطو کې هم متحد او یو ځای کړي.
د یادونې ده، یونسکو په ۲۰۱۹ کال کې د دغه سازمان په ۴۰مه عمومي ناسته کې، د اپریل ۱۵مه نېټه یې د نامتو ایټالوي انځورګر لیوناردو داونچي د پيدايښت ورځې په مناسبت د هنر نړۍوالې ورځې په توګه اعلان کړه.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن