میدانښار (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۲): د میدانوردګو خلکو په یوه غونډه کې د دغه ولایت له نوي والي غوښتنه کړې چې د بیارغونې کارونه دې چټک شي.
یاده غونډه د نوي والي قاري بختیار معاذ د پېژندنې او له پخواني والي سره د مخهښې په پار جوړه شوې وه.
په غونډه کې د میدانوردګو د خلکو په استازولۍ شېراغا اخندزاده هغه ستونزې له نوي والي سره شریکې کړې چې لا هم نوي حکومت ورته رسېدنه نه ده کړې.
نوموړي په یاد ولایت کې د غځېدلې کابل ـ کندهار لویېلارې او د چک برېښنا بند د رغولو ترڅنګ غوښتنه وکړه چې د ولسونو د یووالي لپاره کار وکړي.
هغه وویل: «پخواني والي صاحب تر خپل توان دغلته خدمت کړی، موږ ترې خوشحاله یو، له تاسې مو هم هیله ده چې د پخواني والي لار تعقیب کړئ او د ولسونو زړونه لاسته راوړئ.»
په همدې حال کې، په یادو مراسمو کې د میدان وردګو ولایت پخواني والي محمدامین عمري له خپل ځایناستي سره د ولسونو شته ستونزې شریکې کړې.
د یاد ولایت نوي والي قاري بختیار معاذ بیا ژمنه وکړه چې د ولسونو خدمت، یووالی او بیارغونه یې لومړیتوبونه دي او هڅه به کوي چې د دوی غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
هغه وویل: «تر خپل توانه هر وخت ستاسې خدمت کوم او د ولایت دروازه به بغیر له رسمیاتو ستاسې پر مخ خلاصه وي، کولی شئ راشئ او موږ سره خپل مشکلات شریک کړی.»
د یادونې ده، د میدان وردګو پخوانی والي محمدامین عمري تازه د غزني نوی والي ټاکل شوی او د دغه ولایت نوی والي قاري بختیار معاذ پخوا د کندوز ولایت امنیه قوماندان و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP