Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر روسیې ته: له خپلو ملګرو هېوادونو سره یوځای اسلامي امارت پر رسمیت وپېژنئ

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): د رياست‌الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر له روسیې غوښتي چې له افغانستان سره یوازې پر سفارتي اړيکو بسنه ونه کړي، بلکې له خپلو ملګرو هېوادونو سره یوځای دې اسلامي امارت پر رسميت وپېژني.

د رياست‌الوزرا دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد دفتر سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير تېره ورځ د روسيې د جوماتونو بين‌المللي مسوول په مشرۍ د روسيې د مسلمانانو په استازيتوب له راغلي پلاوي سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، د پلاوي غړو هر يو د روسيې د نړۍوال اسلامي کلتور مرستيال ګادجيوف محمد حاجي امروويچ، د روسيې د اسلامي انسټيټیوټ عمومي امام او د روسيې نړۍوال اسلامي کلتور مرستيال محمدبشير مګميدويچ خبرې وکړې او ویې ويل: «د افغانستان د اوسني سوله‌ييز وضعيت دوام او د اسلامي امارت مدبرانه حکومتولي به بالاخره د دې لامل شي چې نړۍ یې پر رسميت وپېژني.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد پلاوي په روسيه کې د اسلام خپرېدو بهير په اړه معلومات ورکړل، ویې ويل چې مسلمانان په روسيه کې هیڅ ستونزه نه لري او د اسلامي علماوو پلاوو تګ راتګ به د روسيې او افغانستان ترمنځ تعامل نور هم زيات کړي.

په دې لیدنه کې د رياست‌الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر ویلي: «موږ توقع لرو چې ستاسو راتګ د افغانستان او روسيې ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لامل هم شي او روسيې او نړۍ ته له افغانستانه ښه تصوير له ځان سره يوسي.»

د رياست‌الوزرا سياسي مرستيال په دې ناسته کې له روسيې غوښتي چې له افغانستان سره پر سفارتي اړيکو بسنه ونه کړي او له خپلو ملګرو هېوادونو سره دې اسلامي امارت پر رسميت وپېژني.

مولوی عبدالکبیر روسیې ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي.

د وړم کال په زمري میاشت کې د افغانستان اسلامي جمهوریت له منځه ولاړ او ځای یې اسلامي امارت ونیو، خو د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت تر اوسه کوم هېواد پر رسمیت نه دی پېژندلی خو د روسیې په ګډون له یو شمېر هېوادونو سره سفارتي اړیکې لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.