کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء اداري مرستیال وایي، د افغانانو د غیرقانوني کډوالۍ لامل اقتصادي ستونزې دي چې د حل لپاره یې نړۍوالو بشري مرستو او افغانستان کې د انکشافي پروژو پلې کېدو ته اړتیا ده.
د حکومت د رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ د افغانستان لپاره د سره صلیب نړۍوالې کمېټې (ایسيارسي) له مشر ایلوا فیلیون او مل پلاوي سره ولیدل.
سرچینې لیکلي چې د افغانستان لپاره د یادې کمېټې مشر په دې لیدنه کې ویلي چې ایسيارسي په تېرو ۴۰ کلونو کې په افغانستان کې د اورتوپیدي، عامه خدماتو، روغتیا، محبوسینو او ځینو نورو برخو کې کار کړی او خپل دغه کار ته دوام ورکوي.
ده ویلي، که څه هم چې سږ کال د مالي امکاناتو له کمښت سره مخ دي، خو بیا هم هیله لري چې ایسيارسي په راتلونکي کال کې د افغانستان لپاره خپله بودجه زیاته کړي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې لیدنه کې هیله څرګنده کړې چې د ایسيارسي اقتصادي ستونزې حل شي او کمبود یې پر افغانانو - چې تر ټولو زیات مستحق دي - بد اغېز ونه کړي.
هغه له دې کمېټې غوښتي چې له افغانستان سره خپلې مرستې کمې نه، بلکې زیاتې کړي.
هغه ویلي، اسلامي امارت په افغانستان کې د نشهیي توکو کر، سوداګري او استعمال بند کړی او له نشهیي توکو د پاک افغانستان لپاره د نړۍ رښتینې هر اړخیزې همکارۍ ته اړتیا لري.
حنفي پر نشو د روږدو افغانانو درملنې او د افغانانو د غیرقانوني کډوالۍ لامل د خلکو اقتصادي ستونزې بللې، ویلي یې دي چې د دې ستونزو د حل لپاره باید د نړۍوالو بشري مرستو ترڅنګ په افغانستان کې اقتصادي او انکشافي پروژې په واقعي توګه عملي شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP