[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۲): د هندوستان د کرکټ په سوداګریزو سیالیو (آیپياېل) کې افغان لوبغاړي راشد خان او نور احمد لکڼوال یو ځل بیا ښه وځلېدل.
د یادو سیالیو په لړ کې د راشد خان لوبډلې ګجرات د غویي په ۵مه، خپله اوومه لوبه له ممبۍ انډینز سره ترسره کړ. د دې لوبې پچه ممبۍ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپاچونې پرېکړه وکړه.
د ګجرات لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۰۷ منډې جوړې کړې او سیالې ډلې ته یې د ۲۰۸ منډو هدف ورکړ.
د ممبۍ لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او په ۲۰ اوورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو یې ۱۵۲ منډې جوړې کړې او ګجرات دا لوبه د ۵۵ منډو په توپیر سره وګټله.
د ګجرات له لوري راشد خان دوه او نور احمد لکڼوال درې لوبغاړي وسوځول.
راشد خان تر اوسه د روان کال په سیالیو کې تر ټولو زیاتې ۱۴ لوبغاړي سوځولي او په جدول کې لومړی مقام لري.
همداراز د راشد خان لوبډله ګجرات هم په اوو لوبو کې د شپږو په ګټلو سره په جدول کې دویم مقام لري.
بل افغان لوبغاړی نوینالحق هم تر اوسه په دې سیالیو کې ښه ځلېدلی دی. رحمنالله ګربز چې د کلکتې په لوبډله کې لوبېږي، تر اوسه یوازې په یوه لوبه کې ښه ځلېدلی دی.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP