[restrict paid="true"]
میدانښار (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۲): د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د سیدآباد ولسوالۍ د دښت ټوپ سیمې په دیوالګي سیمه کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله ۵ ماشومان وژل شوي او ۲ نور ژوبل دي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر محمدزرک ځیرک د غویي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چاودنه نن تر غرمې وروسته شاوخوا درې بجې شوې ده.
هغه زیاته کړه، د پېښې قرباني ماشومانو عمرونه له ۱۲ کلونو کم وو.
نوموړي وویل، د پېښې ټپیان د کابل ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده، په میدان وردګو ولایت کې د تېرو جګړو د ناچاوده توکو د چاودنې له امله وخت ناوخته دا ډول مرګونې پېښې رامنځته کېږي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې په تېر یوه کال کې سلګونه کسان د ناچاودو توکو د چاودنو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن