ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حج او اوقافو وزارت: د حج ته تلونکو کسانو الوتنې د غبرګولي په لومړۍ نېټه پیلېږي

د حج او اوقافو وزارت: د حج ته تلونکو کسانو الوتنې د غبرګولي په لومړۍ نېټه پیلېږي

author avatar
30 Apr 2023 - 16:07
د حج او اوقافو وزارت: د حج ته تلونکو کسانو الوتنې د غبرګولي په لومړۍ نېټه پیلېږي
author avatar
30 Apr 2023 - 16:07

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۲): د حج او اوقافو وزارت مسوولین وایي، سږ کال به د هېواد په کچه ۳۰ زره کسان سعودي عربستان ته د حج فریضې ادا کولو په موخه سفر وکړي.

د حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ نورمحمد ثاقب نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل، دغه ونډه حج ته د تلونکو کسانو د تقاضا پر بنسټ تنظیم شوې ده چې په کې عام خلک، د امارتي ادارو کارکوونکي، د شهیدانو او معلولینو وارثین او کډوال شامل دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست په خبره، سږ کال د هر حج ته تلونکي کس لپاره ۳۹۲۴ ډالر -چې ۳۴۰ زره افغانۍ کېږي- لګښت په پام کې نیول شوی دی.

هغه زیاته کړه چې سږ کال د سعودي عربستان له لوري افغانستان ته د ۳۰ زره کسانو ونډه ورکړل شوې ده.

د حج او اوقافو وزارت سرپرست وویل، د سعودي عربستان له مسوولینو سره یې خبرې کړې او له دوی یې غوښتنه کړې چې افغانستان ته د شاوخوا ۴۵ زره کسانو سهمیه ورکړي.

د ثاقب په وینا، د زونونو په کچه حج ته د تلونکو کسانو د ټولېدنې ځایونه تجهیز او ترمیم شوي دي او سږ کال به له څلور زونونو (کابل، هرات، بلخ او کندهار) څخه الوتنې ترسره شي.

هغه دغه راز وویل چې سږ کال به حج ته تلونکي کسان د کام ایر هوایي شرکت له لوري انتقال شي او له دغه شرکت سره قرارداد شوى دی.

نوموړی وایي، په سعودي عربستان کې له شرکتونو سره قراردادونه شوي چې  افغان حاجیانو ته د اوسېدو ځایونه، ترانسپورټ او نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه وایي، سږ کال به په ټولیز ډول ۶۵۲ ښوونکي د حاجیانو ملتیا کوي او د ۴۵ حاجیانو لپاره یو ښوونکی ګومارل شوی دی.

ثاقب وویل: «کومو حاجیانو چې مخکې نوم‌لیکنه کړې وي او یو قسط پیسې یې تحویل کړې وي او سږ کال په نوبت کې نیول شوي دي، نو هغوی دې ډېر ژر دویم قسط پيسې هم جمع کړي او هغه نوي حاجیان چې په سهمیو نیول شوي هغوی دې هم داخله وکړي او پیسې دې تحویل کړي.»

همدارنګه په دې غونډه کې د حج او اوقافو وزارت مالي او اداري رییس مولوي عبدالولي حقاني وویل، سږ کال په نورو هېوادونو کې مېشتو افغان کډوالو ته حج ته د تللو لپاره د ۱۰۰۰ کسانو ونډه ورکړل شوې ده.

هغه وویل: «د حج وزارت کې ډېر متقاضیان موجود دي او په هغه کې ښځینه او نارینه ته مساوي حق ورکړل شوى دی او کوم متقاضي چې مونږ ته راغلی، هغه ته مو داخله ورکړې ده او دا دیني فریضه ده او د ښځې او نارینه په منځ کې هېڅ تفاوت نشته دی.»

نوموړی وایي، مخکې کلونو کې ۷۴ زره کسانو نوم‌لیکنه کړې وه چې له دې ډلې ۲۰ زره کسانو ته د حج فریضې ادا کولو زمینه برابره شوې ده.

هغه وایي چې د حاجیانو لومړى پرواز به د روان کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه له کابل څخه سعودي عربستان ته ترسره شي.

د یادونې ده، تېر کال د عربستان له لوري افغانستان ته د ۱۳۵۸۲ حاجيانو  سهمیه ورکړل شوې وه.

Views: 138

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.