تالقان (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۲): په تخار کې د زدهکوونکو د درسي موادو کمښت په اړه د اندېښنو له ډېرېدو سره هممهاله، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین د یو میلیون ټوک درسي کتابونو او ۳۰۰ خېمو د وېش لړۍ له پیلېدو خبر ورکوي او وایي، د دغو موادو په وېش سره به د زدهکوونکو ۸۰ سلنه ستونزې هوارې شی.
د تخار د پوهنې ریاست ویاند عظیمالله توحیدي وایي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له درسي امکاناتو بېبرخو زدهکوونکو ته د یو میلیون ټوک درسي کتابونو، ۳۰۰ خېمو او ۳۵۰ کارتن کتابچو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
نوموړی زیاتوي، د دغو موادو په وېش سره د درسي توکو د کمښت له پلوه د زدهکوونکو ټولې ستونزې نه حل کېږي، خو له ۷۰ تر ۸۰ سلنې ستونزې به ورسره هوارې شي.
د توحیدي په خبره، دغه کتابونه د مخکیني نصاب په منځپانګې چاپ شوي چې ټول مضمونونه رانغاړي.
له بلې خوا، د پوهنې وزارت استازی میرعباس سهاک چې د ستونزو ارزونې او د درسي کتابونو د وېش په موخه تخار ته تللی، وایي چې د لرو سیمو د محرومو زدهکوونکو د ستونزو هواري په موخه هڅې روانې دي او ډېر ژر به نور چاپ شوي کتابونه هم د تخار زدهکوونکو ته ورسېږي.
په دغه حال کې، د تخار یو اوسېدونکی اسدالله تیمور که څه هم زدهکوونکو ته د درسي موادو له وېشه هرکلی کوي، خو وایي چې خلک هیلهمن دي څو حکومت د نجونو ښوونځیو د بندولو پر پرېکړې بیاکتنه وکړي او کورنۍ دې خوشحاله کړي.
د یادونې ده، په تخار کې ۷۱۰ ښوونځي شته چې ډېر یې ودانۍ نه لري او ډېری زدهکوونکي د درسي توکو له کمښت او د زدهکړې لپاره د مناسب ځای له نشتوالي شکایت لري.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن