Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پولیس د اعتیاد علتونو او د روږدو سرشمېرنې لپاره سروې پیلوي

پولیس د اعتیاد علتونو او د روږدو سرشمېرنې لپاره سروې پیلوي

author avatar
7 May 2023 - 09:36
پولیس د اعتیاد علتونو او د روږدو سرشمېرنې لپاره سروې پیلوي
author avatar
7 May 2023 - 09:36

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قومانداني په ګډه د نشه‌یي توکو د کښت کچې معلومولو، د اعتیاد علتونو او د روږدو سرشمېرنې لپاره سروې پیلوي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، دغه سروې د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې معینیت اړوند د سروې ریاست او د کابل امنیه قومانداني په ګډه پیلوي.

هغه لیکلي، د سروې لپاره ځانګړې مسلکي ډلې جوړې شوې، څو هغو ټولو سیمو ته سفر وکړي چې د نشه‌یي توکو کښت په کې کېده.

د ځدراڼ معلوماو له مخې، دغه ډلې به په سیمو کې له بزګرانو وپوښتي چې ولې یې د یادو موادو کښت ته مخه کړې وه او اوس د بدیل معیشت په تړاو څه غوښتنې لري.

دی وایي، دغه ډلې به د روږدو شمېرنې او د هغوی د اعتیاد علتونو په اړه هم خپل معلومات راغونډ کړي.

د راپورونو له مخې، په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې درې‌نیم میلیون کسان پر نشه‌یي توکو روږدي شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې معینیت د شمېرو له مخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې ۸۵ زره پر نشو روږدي کسان راټول کړای شوي او اووه زره یې یوازې په کابل کې تر درملنې لاندې دي.

دغه راز د افغانستان سرپرست حکومت تېر کال په وري میاشت کې د یو فرمان له مخې، په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت او د هر ډول نشه‌یي توکو کارول، لېږد، پېر او پلور بند شول، خو راپورونه ښیي چې سږ کال هم په ځینو سیمو کې کوکنار کرل شوي او چارواکو یې د زرګونه جریب کوکنار اړولو خبر ورکړی دی.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.