کلات (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲): د زابل عامې روغتيا ریاست وايي، نن د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ماشومانو خوارځواکۍ او د ښځو د وینې کمښت (کمخونۍ) ناروغیو د مخنیوي کمپاین پيل شو.
د یاد ولایت د عامې روغتيا رییس ډاکټر میرویس افغان د دغه کمپاین د پيل په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې په سویللوېدیځه حوزه په تېره بیا زابل کې د ماشومانو د خوارځواکۍ او د ښځو د وینې کمښت ناروغي ډېره شوې ده.
هغه زیاته کړه، دغه کمپاین نن پيل شو او د مرکز کلات په ګډون به د زابل په ۱۱ ولسوالیو کې تطبیق شي چې ۳۴ زره ۲۱۲ ماشومانو ته به د خوارځواکۍ مخنیوي لپاره مواد او ۲۳ زره ۷۱۰ ښځو ته به د وینې کمښت مخنیوي لپاره لولیک اسید ټابلیټونه ورکړل شي.
د هغه په وینا، تېر زېږدیز کال دوی د هېواد په سویللوېدیځه حوزه کې سروې وکړه چې له مخې يې، د ماشومانو د خوارځواکۍ او د ښځو د وینې کمښت ناروغۍ پېښې لیدل شوې او د حل لپاره يې له یونیسف او نورو مرستندویه ادارو د مرستې غوښتنه شوې ده.