ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر غیور له نهو کلونو راهیسې د هغو ماشومانو وړیا عملیات کوي چې شونډې یې چاک وي

ډاکټر غیور له نهو کلونو راهیسې د هغو ماشومانو وړیا عملیات کوي چې شونډې یې چاک وي

author avatar
8 May 2023 - 11:25
ډاکټر غیور له نهو کلونو راهیسې د هغو ماشومانو وړیا عملیات کوي چې شونډې یې چاک وي
author avatar
8 May 2023 - 11:25

کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۲): یوه افغان ډاکټر په تېرو شاوخوا نهو کلونو کې د جراحي عملیاتو له لارې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې په وړیا ډول د شاوخوا ۶۰۰۰ هغو ماشومانو درملنه کړې چې شونډې یې چاک وې.

د ښکلا جراحۍ دغه افغان متخصص ډاکټر غفار غیور د کندوز ولایت اصلي اوسېدونکی دی، اوس له خپلې کورنۍ سره په ترکیه کې ژوند کوي، هر کال دوه، درې ځلې د دغو وړیا عملیاتونو لپاره افغانستان ته راځي.

ډاکټر غیور پژواک خبري اژانس ته وویل، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ځیني خصوصي او دولتي روغتونونه، خیریه بنسټونه او یو شمېر ټولنیز فعالان پر یادې ناروغۍ اخته ماشومان ثبتوي او بیا یې نوملړ له ده سره شریکوي.

هغه زیاته کړه: «کله چې د ناروغانو دغه شمېرې له ما سره شریکې شي، بیا زه ورته خپل پلان جوړوم، په هماغه اندازه رخصتي اخلم او له ترکیې څخه د اړتیا په اندازه طبي توکي -چې هغه یو ډول د ګنډلو نازک تارونه دي- له ځان سره راوړم او بیا دلته په افغانستان کې هغو ولایتونو ته سفر کوم چې پکې دغه ناروغان ثبت شوي دي او یا هم د څو ولایتونو ناروغان اړوند نږدې ولایت ته راغواړم او بیا یې په وړیا توګه عملیاتونه ترسره کوم.»

داکټر غیور وایي، په وروستي ځل شاوخوا دوې میاشتې مخکې له ترکیې څخه کابل ته راغلی او په دغه موده کې یې د هېواد په کچه د جراحي عملیات له لارې د هغو ماشومانو درملنه کړې چې شونډې یا تالو یې چاک وي.

هغه زیاتوي، له شاوخوا اتو – نهو کلونو راهیسې دغه ډول وړیا عملیاتونه کوي او تر اوسه یې په ټول هېواد کې په ټولیز ډول شاوخوا ۶۰۰۰ دغه ډول عملیاتونه په داسې حال کې په وړیا ډول ترسره کړي چې پر دغه ډول عملیاتونو په خصوصي روغتونونو کې تر ۵۰۰ امریکایي ډالرو لګښت راځي.

غیور وایي، د تېرو جګړو پر مهال د امنیتي ستونزو له امله یې ډېرو ولایتونو ته سفرونه نه شو کولای، خو اوس دا ستونزه نشته او کولای شي چې هر ولایت ته سفر وکړي.

دغه افغان ډاکټر د امېدوارۍ پر مهال د مېندو په بدن کې د «فولیک اسید» کموالی او د خپلسرو دواګانو خوړل د نورو لاملونه ترڅنګ، د یادې ناروغۍ لاملونه بولي او وایي، دی د عملیاتو پر مهال خلکو ته عامه پوهای هم ورکوي، څو په هېواد کې د یادې ناروغۍ کچه کمه شي.

هغه وایي: «زه د عملیاتو پر مهال له ډېرو بې‌وزله کورنیو سره مخ کېږم، خو یوه ورځ په کندوز ولایت کې له عملیاتخانې راووتم چې یوه لس کلنه یا دولس کلنه نجلۍ ولاړه ده او کمیس یې شل ځایه پیوند و، بوټونو ته مې یې وکتل چې هغه هم همداسې پیوندي و او ولاړه وه، تر څو یې د شونډو عملیات وکړم، پوښتنه مې ترې وکړه چې حتی د لارې کرایه یې هم نه لرله، له ځان سره مې وویل، شکر دی چې خدای تعالی ماته دومره وس راکړی چې تر افغانستانه راځم او اوس یې ناروغۍ ته رسېدنه کېږي.»

ډاکټر غیور زیاتوي: «هر څوک د خپل ژوند جوړولو لپاره هڅې کوي، خو هر څوک باید د خپل ژوند یوه برخه د خلکو وړیا خدمت ته هم وقف کړي، په ځانګړې توګه ډاکټران باید د ژوند یوه برخه د خلکو وړیا درملنې ته ځانګړې کړي او دا سخت کار نه دی.»

پنځه کلن احمد – چې پلار یې د تېر حکومت په امنیتي ځواکونو کې د دندې پر مهال وژل شوی- له مور او ماما سره یې له ننګرهار څخه کابل ته راغلی.

ډاکټر غیور تېره ورځ (د غویي ۱۷مه) کابل کې د احمد عملیات ترسره کړ.

د دغه ماشوم مور ملالۍ خوښه ده چې د زوی عملیات یې وشو.

هغه وایي: «زوی به مې تمام شپه ژړل او د غریبۍ له وجې به مې اوړه په چوشک کې نري کول او هغه به یې خوړل، د غریبۍ له امله یې پلار ولاړ اردو ته او ویل یې زه د خپل زوی غم کوم، له هغه ځایه یې اووه میاشتې وروسته مړی راووړ، موږ دغه ماشوم ډېر نارامه کړي یو، د خوړولو او څښلو پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ دی، ژاړي چې زما شونډه کله جوړېږي، خپل پلار چې را یاد کړي، وایي چې ما د خدای له خپل پلار سره مړ کړي، خپل پلار ډېر یادوي.»

ملالی وایي، زوی یې د دغې ناروغۍ له امله سمې خبرې هم نه شي کولی او خوښ دی چې نن یې په وړیا توګه د زوی عملیات ترسره شول.

د ماشوم ماما ولایت خان هم وایي چې د دغه ماشوم کورنۍ له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او ډاکټر غیور یې د یوه بل ډاکټر په مرسته پیدا کړ او اوس دی خوښ دې چې عملیات یې ترسره شول.

Views: 183

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.