ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان: پاکستان دې زموږ سوداګرو ته باالمثل اسانتیاوې برابرې کړي

افغانستان: پاکستان دې زموږ سوداګرو ته باالمثل اسانتیاوې برابرې کړي

author avatar
10 May 2023 - 04:04
افغانستان: پاکستان دې زموږ سوداګرو ته باالمثل اسانتیاوې برابرې کړي
author avatar
10 May 2023 - 04:04

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پلاوي د پاکستان د کراچۍ ښار بندرونو له عمومي رییس سره پر ټرانزیټي او سوداګریزو ستونزو خبرې وکړې.

د باختر اژانس د خبر له مخې، په دې لیدنه کې د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د ټرانسپورټ وزارت مرستیال، د ګمرکونو عمومي مسؤول او مل پلاوی شامل وو.

سرچینې زیاته کړې، د ناستې په پیل کې د افغانستان – پاکستان پر سوداګريزو او ټرانزیټي مسایلو هراړخیزې خبرې وشوې او وروسته د کراچۍ په بندرونو کې د افغان سوداګرو ستونزې هم تر بحث لاندې ونیول شوې.

په راپور کې راغلي، په ناسته کې افغان پلاوي د افغانستان په ګمرکونو کې پاکستاني سوداګرو ته د برابرو شوو اسانتیاوو یادونه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې پاکستانی لوری دې هم د افغان سوداګرو د مالونو په ټرانزیټي برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د لیدنې په پای کې دواړو لورو د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د یوه میکانیزم له لارې د ښو اړیکو او همغږۍ پر رامنځته کولو هوکړه وکړه.

[/restrict]

Views: 64

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.