قلعه نو (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۲): د بادغیس سیمهییز مسوولین وايي، په تېر یوه کال کې دغه ولایت کې د علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د شخړو ۴۵ قضیې حل او فصل شوې دي.
شنونکي هم د منځګړیتوب له لارې د دغه ډول قضیو پر هواري ټینګار کوي او وايي، له دې چارې سره ټولنه د سولې او یو بل منلو پر لور هڅول کېږي.
که څه هم په افغانستان کې د حقوقي قضیو هواري لپاره عدلي او قضایي بنسټونه شته، خو د حل بله لاره یې جرګې دي چې په بېلابېلو ولایتونو کې خلک د خپلو شخړو هواري لپاره یې له کلونو راهیسې انتخابوي.
په بادغیس ولایت کې هم په تېر یوه کال کې د شخړو ۴۵ قضیې د دغه ډول جرګو له لارې حل شوې دي.
د بادغیس د سرحدونو، قومونو او قبایلو ریاست سرپرست مولوي محمدقاسم ضمیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د حقوقي موضوعاتو د هواري مسوولیت یې سپینږیرو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ته سپارلی دی.
د هغه په خبره، دوی توانېدلي چې په ۱۴۰۱ کال کې د شخړو دغه ډول ۴۵ قضیو ته د پای ټکی کېږدي چې له دې ډلې ۲۶ لویې او پاتې نورې وړې قضیې وې.
نوموړی وايي، د قومي مشرانو او عالمانو له لوري ځینې حل شوې قضیې پېچلې وې چې له څه باندې لسو کلونو راهیسې د دواړو لورو ترمنځ موجودې وې، خو پر دوستۍ بدلې شوې دي.
هغه زیاته کړه، د شخړو دغه ډول هواری په ټولو ولایتونو کې د اجرا وړ دي او یاد کسان د خلکو شخړې او دښمنۍ په ښه ډول حل کوي.
په قضیو کې ښکېل دغه سپینیري وايي، د خلکو کلتوري جوړښت داسې دی چې د مشرانو خبرو ته درناوی کوي.
د قلعهنو ښار یوه سپینږیري عبدالقدیر رسولي وویل، د خلکو کلتوري جوړښت داسې دی چې د مشرانو، سپینږیرو او دیني عالمانو خبرو ته غوږ ږدي او درناوی یې کوي.
هغه وویل، د دښمنۍ لسګونه قضیې چې ډېری یې د قتل وې، د دوی له خوا هوارې شوې او ان ډېری دغه دښمنۍ پر دوستۍ بدلې شوې دي.
هغه زیاته کړه: «موږ ډېرې قضیې حل کړې، ان داسې قضیې وې چې پنځه یا لس کلونه یې کېدل او دواړو لورو به کلکه دښمني درلوده، خو له نېکهمرغه چې د سپینږیرو په ورتګ سره اوس له یو بل سره ستونزه نه لري.»
رسولي یوې جنجالي قضیې ته په اشارې سره وویل: «همدا سږ کال موږ یوه قضیه حل کړه چې یوه کس خپل د تره زوی وژلی و، ان دواړو کورنیو یو بل ته مورچل نیولي وو چې جګړه وکړي، خو له نېکهمرغه زموږ په منځګړیتوب دغه موضوع هواره شوه او دواړو کورنیو له یو بل سره سوله وکړه.»
د هغه په وینا، د محمدنسیم او محمد په نومونو یادو د تره زامنو د شورا د ریاست پر موضوع شخړه کړې وه چې په پایله کې محمد پر محمدنسیم ډزې وکړې او وژلی یې و.
د یاد ولایت اوسېدونکي د شخړو د قضیو په حل کې د سپین ږیرو له منځګړیتوبه خوښ دي.
د ابکمری ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحمن چې د شخړې یوه جنجالي قضیه یې درلودله وایي، کله چې یې یاد کمیسیون ته مراجعه وکړه نو ستونزه یې په ښه او ساده ډول هواره شوه.
د هغه په وینا، د پخلاینې لپاره تر ټولو ښه لاره سپین ږیرو او قومي مشرانو ته مراجعه کول دي او سپین ږیري کولای شي چې قضیه په ښه ډول حل کړي.
هغه زیاتوي، دغه کمېسیون ته له مراجعې وروسته اوس له هغه کسانو سره چې شخړه یې ورسره وه، ټینګه او د ورورۍ اړیکه لري او ان د شخړې موضوع یې پر دوستۍ بدله شوې ده.
عبدالرحمن چې د قضیې په اړه یې ډېر جزییات ورنکړل خو له خلکو غواړي چې د شخړو په رامنځته کېدلو سره ځایي مشرانو، سپین ږیرو او دیني عالمانو ته مراجعه وکړي، څو قضیې یې په ښه شکل حل شي.
د قلعهنو ښار یوه بل اوسېدونکي بسمالله -چې هغه هم د شخړې یوه قضیه درلودله- وویل، سره له دې چې وراره یې په یوه ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی و، خو د دوی قضیه سپین ږیرو او قومي مشرانو ته په ورتللو په خوښۍ او ښه شکل حل شوې ده.
هغه زیاتوي، ډېر شخړې اتفاقي دي او که پر وخت دغه ډول مراجعو ته و نه سپارل شي نو پر پایدارې او اوږدې دښمنۍ به بدله شي.
د چارو پوهان د منځګړیتوب له لارې د قضیو پر حل کولو ټینګار کوي.
په بادغیس ولایت کې د پوهنتون استاد عبدالواحد پارسا وایي، له دې امله چې سپین ږیري، ځایي مشران او دیني عالمان د خلکو او ټولنې په منځ کې ژوند کوي، هغوی ته مراجعه کول هم خلکو ته او هم ټولنې ته ګټه کوي او قضیې په ښه ډول حل شوې دي.
د هغه په وینا، د دې لپاره چې ټولنې ته سوله راشي، باید ځایي مشرانو، سپین ږیرو او دیني عالمانو ته مهم رول ورکړل شي.
هغه زیاتوي، کله چې د شخړې پر یوې قضیې هم له سنتي او هم له دیني اړخه بحث وشي، نو هرومرو چې ښه او د پام وړ پایله به ورکړي.
د نوموړي په اند، که دې ته ورته لویې او کوچنۍ قضیې په ټولنه کې حل نه شي، ټولنه د ناامنۍ لور ته ځي.
په ورته مهال، په بادغیس ولایت کې یو دیني عالم نوراحمد حامد وایي، اسلام د سلامتیا، سولې، بښنې او تېرېدنې دین دی او تل یې پر سولې او عدالت ټینګار کړی دی.
د هغه په وینا، پر همدې اساس، هر ځلې چې داسې قضیې رامنځته کېږي، د اسلام دین او مسلمانان هڅه کوي څو هغې ته د پای ټکی کېږدي.
هغه له خلکو غواړي څو تل د قران کریم د نصوصو مطابق چلند او یو بل ته بښنه وکړي.
د سرچینې د څرګندونو پر اساس، د اسلام دین هغو کسانو ته چې بښنه او سوله کوي ځانګړی مقام ورکوي.
مولوي حامد وویل: «دا چې اسلام د سولې، ورورولۍ او بښنې دین دی نو موږ هڅه کوو څو هره لویه او کوچنۍ قضیه چې د نفاق لامل ګرځي، حل کړو.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP