کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې هېواد ته د بشري مرستو په لړ کې، یوه بله ۴۰ میلیون ډالري کڅوړه کابل ته راورسېده.
مرکزي بانک نن (یکشنبه) د یوه ټویټ په خپرولو سره لیکلي چې دا بسته په کابل کې یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاينه کوي او د بانکي سکټور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري ساتي.
یاد بانک زیاتوي، د بانکي سکټور له لارې د بشري مرستو وړاندې کول روڼتیا راولي او خلکو ته د مرستو په رسولو کې اسانتیا رامنځته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې غویي میاشتې په ۲۰مه هم یوه ۴۰ میلیون ډالري بسته کابل ته را رسېدلې وه.
Views: 81
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن