خوست ښار (پژواک، ٢٧ غويی ١۴٠٢): د خوست ولایت امنیتي مسوولین وايي، یو کس یې نیولی چې د نجونو په نومونو د فېسبوک له جعلي پاڼو په استفادې یې یو هېوادوال دوکه کړی او ۵،۵ میلیون افغانۍ یې ترې اخیستې دي.
د خوست امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مستغفر ګربز پژواک اژانس ته وويل، دغه کس اسدمحمد نومېږي چې د امنيې قوماندانۍ اړوند د الکترونيکي جرمونو د کشف امریت له خوا نیول شوی دی.
هغه وايي، یاد کس د شريفه خوستۍ، نبيله خوستۍ او اليا حيا په نومونو د فېسبوک جعلي پاڼې درلودې.
نوموړي وويل، نیول شوي کس له يادو جعلي پاڼو په ګټې اخيستنې له يوه هېوادوال څخه ۵.۵ ميليون افغانۍ اخيستې دي چې بالاخره د دوی له خوا ونيول شو.
د مستغفر په وينا، نیول شوی کس تر څېړنو لاندې دی او دوسيه به يې اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.
د يادونې ده، له دې مخکې هم يو شمېر کسان د فېسبوک د جعلي اکاونټونو درلودو له مله نيول شوي دي.
Views: 49
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP