ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د نجونو په نوم د فېسبوک له جعلي پاڼو د خلکو دوکه کولو په تور یو کس نیول شوی

خوست کې د نجونو په نوم د فېسبوک له جعلي پاڼو د خلکو دوکه کولو په تور یو کس نیول شوی

author avatar
17 May 2023 - 14:08
خوست کې د نجونو په نوم د فېسبوک له جعلي پاڼو د خلکو دوکه کولو په تور یو کس نیول شوی
author avatar
17 May 2023 - 14:08

خوست ښار (پژواک، ٢٧ غويی ١۴٠٢): د خوست ولایت امنیتي مسوولین وايي، یو کس یې نیولی چې د نجونو په نومونو د فېسبوک له جعلي پاڼو په استفادې یې یو هېوادوال دوکه کړی او ۵،۵ میلیون افغانۍ یې ترې اخیستې دي.

د خوست امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مستغفر ګربز پژواک اژانس ته وويل، دغه کس  اسدمحمد نومېږي چې د امنيې قوماندانۍ اړوند د الکترونيکي جرمونو د کشف امریت له خوا نیول شوی دی.

هغه وايي، یاد کس د شريفه خوستۍ، نبيله خوستۍ او اليا حيا په نومونو د فېسبوک جعلي پاڼې درلودې.

نوموړي وويل، نیول شوي کس له يادو جعلي پاڼو په ګټې اخيستنې له يوه هېوادوال څخه ۵.۵ ميليون افغانۍ اخيستې دي چې بالاخره د دوی له خوا ونيول شو.

د مستغفر په وينا، نیول شوی کس تر څېړنو لاندې دی او دوسيه به يې اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.

د يادونې ده، له دې مخکې هم يو شمېر کسان د فېسبوک د جعلي اکاونټونو درلودو له مله نيول شوي دي.

Visits: 47

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.