ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د روږدو درملنې یو مرکز کې یوه بستري معتاد په ډېره ښکلې بڼه قران‌کریم لیکلی

کابل کې د روږدو درملنې یو مرکز کې یوه بستري معتاد په ډېره ښکلې بڼه قران‌کریم لیکلی

author avatar
18 May 2023 - 09:10
کابل کې د روږدو درملنې یو مرکز کې یوه بستري معتاد په ډېره ښکلې بڼه قران‌کریم لیکلی
author avatar
18 May 2023 - 09:10

کابل (پژاک، ۲۸ غویی ۱۴۰۲): په نشه‌یي توکو یوه روږدي کس – چې دا مهال کابل کې تر درملنې لاندې دی – قران‌کریم په ښکلي خط لیکلی او بشپړ کړی یې دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کابل لوېدیځ کې پر نشه‌یې توکو یوه روږدي چې اوس د اسلامي امارت له لوري د درملنې په یوه مرکز کې دی، قرانکریم یې په ډېر ښکلي خط لیکلی او بشپړ کړی دی.

هغه لیکلي: «وروسته به یې ټول داستان راوړو او د وظیفې ورکولو ترڅنګ به د هغه له خدای ورکړي استعداده پوره ګټه واخلو.»

د راپورونو له مخې، په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې درې‌نیم میلیون کسان پر نشه‌یي توکو روږدي شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې معینیت د شمېرو له مخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې ۸۵ زره پر نشو روږدي کسان راټول کړای شوي چې اووه زره یې یوازې په کابل کې تر درملنې لاندې دي.

دغه راز د افغانستان اسلامي امارت تېر کال په وري میاشت کې د یو فرمان له مخې، په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت او د هر ډول نشه‌یي توکو کارول، لېږد، پېر او پلور بند کړي، خو راپورونه ښیي چې سږ کال هم په ځینو سیمو کې کوکنار کرل شوي او چارواکو یې د زرګونه جریب کوکنار اړولو خبر ورکړی دی.

Views: 174

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.