فیضاباد (پژواک، ۱ غبرګولى ۱۴۰۲): د بدخشان ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د زرمینځنې یوې کارخونې چت لوېدو له امله دوه کانکیندونکي مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست او د اطلاعاتو امر حکمتالله محمدي وویل، یاده پېښه تېره ورځ د راغستان ولسوالۍ په زرنداب سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې څو کانکیندونکي د سرو زرو پر استخراج بوخت وو او د زرمینځنې کارخونې چت ولوېد.
نوموړي زیاته کړه، په یاده پېښه کې دوه کارګران مړه شوي او يو بل په ټپي حالت کې د ځايي خلکو له خوا له خاورو ایستل شوى دى.
هغه وویل: «یاد کارګران د راغستان په زرنداب سیمه کې په یوه کان کې چې مخکې کار پرې شوی و، د سرو زرو په لټه کې وو.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP