ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې د سېلابونو راوتلو له امله ۷ کسان مړه شوي

غور کې د سېلابونو راوتلو له امله ۷ کسان مړه شوي

author avatar
24 May 2023 - 00:35
غور کې د سېلابونو راوتلو له امله ۷ کسان مړه شوي
author avatar
24 May 2023 - 00:35

[restrict paid=”true”]

فېروزکوه (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): په غور ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٧ کسان مړه شوي او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د  باختر اژانس د خبر له مخې، د غور ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالواحد حماس ویلي، نن مازيګر د فېروزکوه ښار په شهر مدرسه او د پسابند ولسوالۍ په کاکري او سنګان سیمو کې سېلابونه راوتلي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٧ کسان مړه شوي او خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

حماس زیاته کړه چې په یادو سیمو کې سلګونه جریب کرنیزه ځمکه او د استوګنې کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د نعمت‌الله خلیل‌زاد په نامه د سیمې یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل چې په شهر مدرسې سیمه کې د سېلابونو راوتلو له امله څلور ښځې او یوه ماشومه مړه شوې دي.

د هغه په وینا، د یادې پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.

بلخوا حماس بیا پژواک ته ویلي چې څلور ښځې او یوه ماشومه مړه شوې او یوه ښځه نادرکه ده.

[/restrict]

Views: 50

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.