کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د لوړو زده کړو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو تحصيلي بنسټونو کې د لیسانس په کچه لس پوهنځي، د ماسترۍ ۱۳ او د دکتورا ۲ پروګرامونه نوي ایجاد شوي دي.
یاد وزارت نن (چهارشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې یادې پرېکړې د دغه وزارت په عالي شورا کې وشوې.
سرچينې د وزارت سرپرست مولوي نداء محمد ندیم په حواله ليکلي، په هېواد کې د فوق ليسانس پروګرامونو جوړول جدي اړتیا ده او د تحصیلي نظام د ځان بساینې په برخه کې اړین ګام دی.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي پژواک خبري اژانس ته په استول شوو معلوماتو کې لیکلي، په نويو جوړو شوي پوهنځيو کې د جوزجان پوهنتون کې د جیوماتيک پوهنځی، کندوز پوهنتون کې د طب معالجوي او د ستوماتولوژي پوهنځی، د سمنګان د لوړو زده کړو مؤسسه کې د جيولوجي او کانونو پوهنځی، غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس او الکترومیخانیک پوهنځی، میدان وردګ د لورو زده کړو مؤسسه کې د اقتصاد پوهنځی، فراه د لوړو زده کړو مؤسسه کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځی، ننګرهار پوهنتون کې د ستوماتولوژي پوهنځی او د غور د لوړو زده کړو مؤسسه کې د طب پوهنځي شامل دي.
ده زیاته کړې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د اسلامي علومو پوهنځي د تفسیر، د طبیعي علومو پوهنځي د ریاضي او د ټولنیزو علومو پوهنځي د ټولنپوهنې، د کابل پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي کې د ټولنیزو ارتباطاتو، د ټولنیزو علومو پوهنځي کې د افغانستان پېژندنې، د کرنې پوهنځي کې د هارټیکلچر، د فارمسي پوهنځي کې د فارمسي علومو، د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي کې د هارټیکلچر، اګرانومي او په کرنیز اقتصاد کې د کرنيزو توليداتو ځنځیري ارزښت مدیریت، د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د کانونو او جيولوجي پوهنځي د پټرولیم، د کابل طبي علومو پوهنتون کې د عامې روغتيا پوهنځي په تغذي ډیپارټمنټ د تغذيې او د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي په اسلامي تعليماتو دیپارتمنت کې د اسلامي تعليماتو کې د ماسټرۍ پروګرانومه شامل دي.
هاشمي وايي، د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي په صنعتي او مدني ساختمانونو ډیپارتمنټ کې د سیول ښار جوړونې او هستوګنیز چاپېریال انجنیري او د جیولوجي او کانونو پوهنځي په جيولوجي انجنيري او د كانونو اكتشاف ډیپارټمنټ کې د جیوساینس انجنیري دکتورا پروګرامونه شامل دي.
د هغه په وینا، د هېواد په ۲۰ موجوده تحصیلي بنسټونو کې د ۳۸ نویو ډیپارټمنټونو جوړول هم تایید شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت دغه راز ليکلي چې د هلمند لوړو زده کړو مؤسسه چې پوهنتون ته د ارتقاء ټول شرایط یې پوره کړي وو، د شورا د غړو له لوري له یو لړ بحثونو وروسته پوهنتون ته ارتقاء ورکړل شوه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د لوړو زده کړو وزارت عالي شورا د دغه وزارت د سترو او مهمو پرېکړو مرجع ده، چې اړتیا ته په کتو په هرو درېیو میاشتو کې یو ځل جوړېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP