مهترلام (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د لغمان امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، د دغه ولایت په قرغيو ولسواليو کې هغه کس نيول شوى چې څه موده وړاندې يې خپل مور او ورور وژلي وو.
د لغمان د امنيې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي پژواک اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو په قرغيو ولسوالۍ کې یو «قاتل» محمدجواد د شمس زوی نيولی دى.
هغه وايي، محمدجواد څو مياشتې وړاندې خپل مور او ورور په بېرحمۍ سره په قتل رسولي وو.
یوسفزی وایي، محمدجواد د ننګرهار مرکز جلالآباد ښار د درېيمې ناحیې اوسېدونکی دی چې نن د امنيتي، کشفي او استخبارتي ارګانونو په مرسته د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې ونيول شو.
نوموړی زياتوي چې نيول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او له لومړنیو څېړنو وروسته به رسماً عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP