مزارشریف (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د بلخ مرکز مزارشریف د خدیجهالکبرا ښځینه مارکېټ په ۳۲۰ هټیو کې ۹۰۰ ښځې پر کار بوختې دي او تر ډېره هېوادني تولیدات پلوري.
د یاد مارکېټ مسوولې پښتنې افغان پژواک اژانس ته وويل چې دغه مارکېټ شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د ښځو لپاره پرانیستل شوی او دا مهال پکې ۳۲۰ هټۍ فعالې دي.
د هغې په وینا، په هره هټۍ کې له دوو تر څلور ښځې پر کار بوختې دي چې شاوخوا ۹۰۰ ښځو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
افغان دغهراز زیاتوي چې په یاد مارکېټ کې شاوخوا ۹۰ سلنه افغاني تولیدات او د ښځو په لاس جوړ شوي توکي پلورل کېږي.
بلخوا، د یاد مارکېټ هټۍوالې دوی ته د کاري فرصت له برابرېدو خوشحاله دي.
د یاد بازار يوه هټۍواله روهینا قادري وایي، د بلخ پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه فارغه شوې او شاوخوا دوه کاله یې په دولتي ادارو کې هم دنده ترسره کړې ده.
هغه وایي چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړې او اوس په دغه مارکېټ کې پر کار بوخته ده.
روهینا د یاد بازار جوړېدو او ښځو ته د کاري فرصتونو له برابرېدو خوښه ده.
د یاد مارکېټ بله هټۍواله نفیس وایي، پخپله هټۍ کې په خپل لاس جوړ شوي توکي «دستبند، غوږوالۍ، لاکت» پلوري او خوشحاله ده چې دغه فرصت ورته برابر شوی دى.
يوه بله هټۍواله الینا بیا له نورو ښځو غواړي چې د خپل اړتیا وړ توکي دې له دوی څخه واخلي ترڅو د دوى ملاتړ وشي.
په همدې حال کې، د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو د دغه بازار د لا پراختیا ډاډ ورکوي.
د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ريیس قاري امیرمحمد متقي وايي، په خدیجهالکبرا مارکېټ کې د امر بالمعروف ریاست موجوده ټول شرایط په پام کې نیول شوي او ملاتړ یې کوي.
متقي په یاد مارکیټ کې د وطني تولیداتو پلورل د خوښۍ وړ ګڼي او ډاډ ورکوي چې د دغه بازار د لا پراختیا لپاره به هڅې کوي.
د خدیجهالکبرا ښځینه بازار کې د افغاني تولیداتو پر پلور سربېره، د ښځو سینګارتوکي، جامې، بوټان، څپلۍ، دستکولونه او ځيني نور توکي هم پلورل کېږي.
Views: 148
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن