میدانښار (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د میدانوردګو ولایت په سیداباد او دایمیرداد ولسوالیو کې د هاوان او اګایز مرمیو په چاودنو کې درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ له خوا پژواک خبري اژانس ته د غبرګولي په ۷مه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن سهار ۹ بجې د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ د شنیز درې په مموخېلو کلي کې د اګایز مرمۍ چاودنې له امله د یوې پنځه کلنې ماشومې په ګډون دوه ماشومان وژل شوي او یو ټپي دی.»
دغه راز د میدان وردګو طبیعي پېښو ته د رسېدنې ادارې هم پژواک ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت دایمیرداد ولسوالۍ په دولتشې کلي کې د هاوان مرمۍ چاودنې له امله یو ماشوم لومړی ټپي شوه خو وروسته ساه ورکړه.
سرچینه زیاتوي چې دغه پېښه نن شوې ده.
د یادونې ده، د میدانوردګو په سیداباد ولسوالۍ کې د غبرګولي په ۴مه هم ورته پېښه شوې وه چې په کې دوو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
Views: 133
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن