ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چینای لوبډلې د ای‌پي‌اېل کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه

چینای لوبډلې د ای‌پي‌اېل کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه

author avatar
30 May 2023 - 03:26
چینای لوبډلې د ای‌پي‌اېل کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه
author avatar
30 May 2023 - 03:26

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د چینای سوپرکینګ لوبډلې د ګجرات لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د هند غوره لیګ کرکټ سیالیو (ای‌پي‌اېل) اتلولي وګټله.

ټاکل شوې وه پای‌لوبه وړمه شپه ترسره شي خو د باران له امله وځنډېده او تېره شپه وشوه، د لوبې پچه د چینای لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ‎اچونې پريکړه وکړه.

د ګجرات لوبډلې په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۵ منډې جوړې کړې چې د لوبې په نیمایي کې یو ځل بیا باران پیل شو او لوبه د څو ساعتونو لپاره وځنډول شوه.

کله چې لوبه بېرته پیل شوه، نو د قوانینو له مخې چینای لوبډلې ته په ۱۵ اورونو کې د ۱۷۵ منډو هدف ورکړل شو چې دغه هدف چینای لوبډلې د وروستي اوور په وروستي بال ترلاسه کړ او د پنځم ځل لپاره یې اتلولي وګټله.

افغان لوبغاړي راشدخان چې د ګجرات په لوبډله کې لوبېده، دا ځل ښه ونه ځلېد، خو بل افغان لوبغاړي نوراحمد بیا دوه مهم لوبغاړي وسوځول.

راشد خان په دې سیالیو کې ۲۷ لوبغاړي وسوځول.

[/restrict]

Views: 50

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.