کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د ایران د سپاهپاسداران هوایي ځواک قوماندان ویلي، «دُښمنان» هڅه کوي چې د افغانستان او ایران ترمنځ وروستۍ نښته پر جګړې بدله کړي، خو داسې به هیڅکله و نه شي او دغه ډول مسایل باید ستر ونه ښودل شي.
درې ورځې مخکې د نیمروز امنیې قوماندانۍ د دغه ولایت په کنګ سرحدي ولسوالۍ کې د افغان او ایراني پولهساتو ځواکونو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی و.
د هېواد د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور له جزئیاتو ورکولو پرته ویلي وو، ایراني ځواکونو د افغانستان پر لور ډزې کړې وې چې د متقابل لوري له غبرګون سره مخ شول او د نښتې پر مهال له دواړو خواوو یو کس وژل شوی او یو شمېر نور ټپيان شوي دي. خو د ایران دولتي اژانس ایرنا په یوه راپور کې ویلي وو چې په دې نښته کې د ایران دوه پولهساتي وژل شوي دي.
د راډیو فردا په You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP