منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۲ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ایران یو چارواکی: د دښمنانو هڅې به د افغانستان او ایران ترمنځ جګړه پېښه نه کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۴۷ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د ایران د سپاه‌پاسداران هوایي ځواک قوماندان ویلي، «دُښمنان» هڅه کوي چې د افغانستان او ایران ترمنځ وروستۍ نښته پر جګړې بدله کړي، خو داسې به هیڅکله و نه شي او دغه ډول مسایل باید ستر ونه ښودل شي.

درې ورځې مخکې د نیمروز امنیې قوماندانۍ د دغه ولایت په کنګ سرحدي ولسوالۍ کې د افغان او ایراني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی و.

د هېواد د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور له جزئیاتو ورکولو پرته ویلي وو، ایراني ځواکونو د افغانستان پر لور ډزې کړې وې چې د متقابل لوري له غبرګون سره مخ شول او د نښتې پر مهال له دواړو خواوو یو کس وژل شوی او یو شمېر نور ټپيان شوي دي. خو د ایران دولتي اژانس ایرنا په یوه راپور کې ویلي وو چې په دې نښته کې د ایران دوه پوله‌ساتي وژل شوي دي.

د راډیو فردا په راپور کې راغلي چې پرون د سپاه‌پاسداران هوایي ځواک قوماندان امیرعلي حاجي‌زاده ویلي، ځيني خلک هڅه کوي چې دغه نښته پر جګړې بدله کړي، خو داسې یو جنګ به هيڅکله و نشي او نه باید دغه نښتې ستر وښودل شي.

هغه ویلي: «له افغانستان سره په پوله کې یوه پېښه شوې چې هملته د سرحدي ځواکونو له خوا مدیریت کېږي او نه باید دې مسلې ته لمن ووهو، د دې قضیې تر شا زموږ د ډېرو دُښمنانو لاس دی چې غواړي دا پر یوې لویې موضوع بدله کړي، پرې یوې جګړې یې تبدیله کړي او داسې به هیڅکله و نه شي.»

د افغانستان د دفاع وزارت هم ویلي چې اسلامي امارت د هر ډول ستونزې لپاره خبرې او مذاکرات یوه معقوله لار بولي، جنګ او منفي اقداماتو ته پلمه لټول د هیچا په ګټه نه دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه