کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د خوړو نړۍوال سازمان (ډبلیواېفپي) ویلي، د روان کال په اپرېل میاشت کې یې څه باندې ۳۰ زره ټنه خوراکي توکي افغانستان ته وارد کړي دي.
ډبلیواېفپي د یوه ټویټ په خپرولو سره وایي: «د روان کال په اپرېل میاشت کې یې څه باندې ۳۰ زره ټنه خوراکي توکي افغانستان ته وارد کړي او د یاد سازمان ګودامونو ته لېږدول شوي دي.»
له دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان د روان کال تر نومبر میاشت پورې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې د سختي خوراکي ناامنۍ خبرداری ورکړی و.
Views: 90
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن