ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې سرمشریزې افغانستان کې د ټولګډون حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ

د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې سرمشریزې افغانستان کې د ټولګډون حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ

author avatar
3 Jun 2023 - 11:20
د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې سرمشریزې افغانستان کې د ټولګډون حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ
author avatar
3 Jun 2023 - 11:20

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): په قرغزستان کې د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې سرمشریزې د افغانستان پرمختګ، امنیت، سولې او ثبات ته ژمنتیا څرګنده کړې او په دغه هېواد کې یې د ټولګډون حکومت پر جوړېدو او د ښځو حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.

دغه غونډه تېره ورځ د قرغزستان په چوپان عطا ښارګوټي کې وشوه؛ په غونډه کې د قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان ولسمشرانو او د ترکمنستان د ولسمشر په استازیتوب د دغه هېواد یوه پلاوي برخه اخیستې وه.

د یادې غونډې په ګډه اعلامیه کې راغلي چې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د ټولشمول حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ښځو او نجونو بشري حقونه دې رعایت شي.

سرچینې زیاته کړې چې د یادې سرمشریزې ګډونوالو د افغانستان «مخ په خرابېدونکي» وضعیت په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې او ټینګار یې کړی چې دوی د افغانستان پرمختګ، امنیت، سولې او ثبات ته ژمن دي.

سرچینه زیاتوي: «موږ له نړۍوالو قوانینو او له نړۍوالو پېژندل شوو اصولو سره سم له افغانانو سره د نړۍوالې ټولنې د مرستې هڅې ستایي.»

د اعلامیې له مخې، د غونډې ګډونوالو پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې له افغانانو سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي او د هغو د رسولو په برخه کې یې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

دغه راز په اعلامیه کې راغلي چې د غونډې برخه‌والو په افغانستان کې د یوه ټولګډون حکومت پر جوړېدو هم ټینګار درلود او د بشري حقونو په برخه کې یې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو د ورکړې غوښتنه وکړه.

تېره اونۍ (د پنجشنبې او جمعې ورځې) د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې او منځنۍ اسیا ځانګړو استازو غونډه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې وشوه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک ته وویل، اوس هم داسې حکومت لري چې ټول قومونه په کې دي.

دی وايي: «هغه مسایل چې د افغانستان کورني مسایل دي، هغه باید افغانانو ته پرېښودل شي او په هغو برخو باندې کار کوو چې دوی پرې تشویش ښکاره کړی.»

هغه زیاته کړه چې د ښځو د حقونو او زده کړو په اړه هم ګامونه اخیستل کېږي.

د مجاهد په وینا، هېوادونه دې د دوه اړخونو په څیر اړیکې ونیسي او افغانستان حکومت سره د په ډیپلوماستي برخه کې همکاره وه اوسي.

Views: 116

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.