جلالاباد (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په تورخم بندر کې يو کارګر ماشوم تر لارۍ موټر لاندې شوی او مړ شوی دی.
د ځايي مسوولینو په وینا، دغه ماشوم د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی و او په تورخم کې يې ګنډې کولې.
د تورخم کميسار مولوي قسمتالله مبارز وايي، يو کارګر ماشوم چې له پاکستاني لوري يي بوره افغان لورې ته راوړله، د پاکستان سکینر ته څېرمه لارۍ موټر وهلی دی.
هغه وايي، یاده پېښه نن مازیګر مهال شاوخوا ۴ بجې شوې چې ماشوم په کې مړ شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په تورخم کې يو شمېر کارګرانو په ورته پېښو کې ژوند له لاسه ورکړى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP