نیلي (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د دایکندي امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په کجران ولسوالۍ کې یوه ښځه د نشه توکو خوړلو له امله مړه شوې ده.
د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ ویاند غلامعلي جاوېد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د کجران ولسوالۍ په «مناره» کلي کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، پړون د کجران ولسوالۍ په مناره کلي کې يوې ښځې نشه يي توکي خوړلي او ژوند يې بايللی دی.
د هغه په وینا، یادې ښځې مخکې هم د ځانوژنې هڅه کړې وه، خو یې مخه نیولې وه.
د یادې پېښې لامل تر اوسه نه دی معلوم.
دا په داسې حال کې ده چې ځانوژنه د اسلام له نظره کبیره ګناه ده او د دغه کار په ترسره کولو باید څوک د دغه ګناه مرتکب نه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP