خوست ښار (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د خوست ولایت يو شمېر اوسېدونکي وايي، د برېښنايي پېژندپاڼو بيه ۵۰۰ افغانيو ته لوړه شوې چې دوی يې د ورکړې توان نه لري.
دوی وايي، د تېر حکومت پر مهال د يوې برېښنايي پېژندپاڼې بيه ۱۰۰ افغانۍ وه، خو اوسني سرپرست حکومت په لومړي سر کې ۳۰۰ او دا مهال ۵۰۰ افغانيو ته لوړه کړې چې ورکول يې د دوى لپاره ستونزمن دي.
د خوست د نادرشاهکوټ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي بادشاه ولي -چې له خپلې کورنۍ سره د خوست د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش يوه مرکز ته ورغلی- پژواک اژانس ته وويل، په اوس وخت کې د یوې تذکرې لپاره د ۵۰۰ افغانیو ورکول د ډېرو خلکو له وسه پوره نه دي.
نوموړي د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د برېښنايي پېژندپاڼو لپاره دې ټاکلې اندازه پیسې کمې کړي.
هغه وايي: «زه راغلی یم چې تذکرې واخلم، شپږ نفره فامیل راسره دی، قیمت یې لوړ دی، تقریباً په في تذکره ۵۰۰ افغانۍ اخلي. د جمهوریت په وخت کې چې موږ تذکرې اخیستې نو تقریباً ۱۰۰ افغانۍ یې له موږ اخیستې. داسې غریبې کورنۍ به وي چې د سلو افغانیو وس به هم نه لري.»
د خوست د مرکز اړوند د لکڼو سیمې یو اوسېدونکی نور نواز هم چې د ځان او د کورنۍ څو غړو پېژندپاڼو جوړولو په موخه ياد مرکز ته ورغلی وايي، په ډېرې سختۍ سره يې ورته پيسې پيدا کړې دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، که حکومت د پيسو ټاکلې اندازه کمه نه کړي، ښايي چې ډېر خلک د پېسو له امله تذکرې وا نهخلي.
هغه زياتوي: «د پنځو لوڼو، زامنو او درېيو لمسيانو تذکرې مې دي، قيمت يې لوړ دی، ډېر شمېر خلک دندې او کاروبار نه لري، نو حکومت باید د خلکو ستونزو ته پام وکړي او دا پېسې کمې کړي.»
د یاد ولایت یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولينو یې د برېښنايي تذکرو د پېسو کمولو غوښتنه وکړه.
بل پلو، د خوست د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش عمومي مدیر حکیم جان ټني پژواک ته وويل، د برېښنايي پېژندپاڼې اوسنۍ بيه د کابينې د پرېکړې پر اساس ټاکل شوې او دوى يې د کمولو او ډېرولو صلاحيت نه لري.
نوموړی وايي: «د کابینې نوې پرېکړې په اساس، د الکترونکي تذکرې بیه ۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوه، همدارنګه د مثنى تذکرې بیه هم ۵۰۰ افغانۍ ده؛ د دې ترڅنګ د زېږېدو کارت او همدارنګه کاغذي تذکره هم د ۲۰۰ افغانیو په بدل کې توزیع کېږي.»
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په خوست کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیل راهیسې شاوخوا ۲۵۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
بلخوا د احصايي او معلوماتو ملي ادارې مسوولينو بيا د برېښنايي پېژندپاڼو د بيې لوړېدو يو لامل د عملياتي لګښتونو ډېرېدل يادوي.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، په ورځ کې له ۱۴ زرو څخه تر ۱۵ زرو پورې برېښنايي پېژندپاڼې وېشل کېږي او د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته د هېواد په کچه نږدې څلور ميليون کسانو ته پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
Views: 139
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن