[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د ایران حکومت له خپلو زندانونو ۱۵ نور افغان بندیان خوشي کړي او افغانستان ته یې سپارلي دي.
د باختر اژانس د خبر له مخې، په تهران کې د افغانستان سفارت او په زاهدان کې د افغان کونسلګرۍ د هڅو په پایله کې ۱۵ افغانان د یاد هېواد له بندخونو ازاد او په نيمروز کې افغان لوري ته وسپارل شول.
سرچینې زیاته کړې، په تېرو دوو میاشتو کې ۱۷۷ افغانان د ايران له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د یادونې ده، درې ورځې مخکې هم ایران ۱۰۰ افغان بندیان ازاد کړل او افغان لوري ته یې وسپارل.
له دې مخکې هم په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت په هڅو سلګونه افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
[/restrict]
Views: 62
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن