ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

او‌ای‌سي هڅه کوي افغانستان کې له جاپان سره په ګډه پروژې پلې کړي

او‌ای‌سي هڅه کوي افغانستان کې له جاپان سره په ګډه پروژې پلې کړي

author avatar
16 Jun 2023 - 13:08
او‌ای‌سي هڅه کوي افغانستان کې له جاپان سره په ګډه پروژې پلې کړي
author avatar
16 Jun 2023 - 13:08

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د اسلامي همکاریو سازمان استازي د جاپان له چارواکو او یو شمېر نادولتی بنسټونو له مسوولینو سره په افغانستان کې د دغه سازمان او جاپان د ګډو پروژو د پلي کولو او سیاسي او بشري حقونو ته د رسېدنې پر لارنقشې‎ خبرې کړې دي.

د اسلامي همکاريو سازمان په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د دغه سازمان استازي طارق‌علي بخیت جاپان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان لپاره د جاپان د استازي په ګډون د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له یو شمېر چارواکو او د «جایکا» په ګډون د یو شمېر جاپانې غیردولتی بنسټونو له مسوولینو سره لېدلي دي.

نوموړي دغه سفر څلور ورځې مخکې (د جون په ۱۲مه) پیل کړی او نن (د جون ۱۶مه) هم دوام لري.

سرچينې ليکلي، بخیت د جاپان د بهرنيو چارو وزارت له چارواکو سره د دغه سازمان د ژمنو او تعامل په تړاو چې موخه يې زيانمنو خلکو ته د بشري مرستو رسولو پياوړتيا او په افغانستان کې د سياسي او بشري حقونو مسايلو ته د منلو وړ حللارې موندل دي، خبرې کړې دي.

سرچينه زياتوي چې د یاد سازمان پلاوي په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان او جاپان د ګډو پروژو پلي کېدو لپاره د لارنقشې د موندلو په اړه د جاپان د نادولتي موسسو له مسوولينو هم سره خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې د يادونه شوې چې دغه پلاوي په یوه سمپوزيم کې هم ګډون وکړ چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو او چاپان په ګډون د درې اړخيزه همکاريو د چوکاټ د جوړښت لپاره د احتمالي ميکانيزمونو په اړه رغنده نظرونه پکې شريک شول.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.