ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوړو زده‌کړو وزارت: خصوصي پوهنتونونه دې د نجونو د پای‌لیک دفاع او پاتې ازموینې په انلاین بڼه ترسره کړي

لوړو زده‌کړو وزارت: خصوصي پوهنتونونه دې د نجونو د پای‌لیک دفاع او پاتې ازموینې په انلاین بڼه ترسره کړي

author avatar
19 Jun 2023 - 18:59
لوړو زده‌کړو وزارت: خصوصي پوهنتونونه دې د نجونو د پای‌لیک دفاع او پاتې ازموینې په انلاین بڼه ترسره کړي
author avatar
19 Jun 2023 - 18:59

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): لوړو زده‌کړو وزارت له خصوصي موسسو او پوهنتونونو غوښتي چې د نجونو د اتم سمسټر پاتې ازموینې او د پای‌لیک دفاع په انلاین بڼه ترسره کړي او زیاته کړې یې ده چې ډېر ژر به د کانکور ازموینې اخیستو نېټه هم اعلان شي.

لوړو زده‌کړو وزارت داسې مهال د کانکور ازموینې اخیستو د نېټې اعلان په‌تړاو خبره کوي چې په‌دې وروستیو کې نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون فومونو وېش پیل او اوس هم دوام لري.

د دغه وزارت ویاند خفیظ ضیاالله هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د یوه مکتوب له لارې یې له لوړو زده‌کړو وزارته غوښتي چې د نجونو زده‌کړیالانو پاتې ازموینې او د پای‌لیکونو دفاع په انلاین بڼه واخلي.
د لوړو زده‌کړو وزارت د محصلانو چارو معینیت له‌ لوري خصوصي تحصیلي بنسټونو ته په استول شوي دغه مکتوب کې راغلي، ټولې خصوصي تحصیلي موسسې او پوهنتونونه اړ دي چې د ۱۴۰۲ کال د مني سمسټر تر پایه د نجونو زده‌کړیالانو د پای‌لیکونو ناستې د یو پلاوي په شتون کې په دقت سره په انلاین بڼه ترسره کړي.

د دغه مکتوب په بل بند کې راغلي، دغه بنسټونه باید د ۱۴۰۲ کال د مني سمسټر تر پیله له نجونو محصلانو د وروستي سمسټر یوازې د پاتې مضومونو (لومړي چانس، دویم چانس او معذرتي) ازموینې په انلاین بڼه واخلي.

په مکتوب کې څرګنده شوې چې د اتم سمسټر له ازموینو پرته، د نورو سمسټرونو ازموینې به نجونو ته د زده‌کړو له اجازې ورکولو وروسته د لوړو زده‌کړو وزارت له لارښوونې سره سمي واخیستل شي.

د دغه وزارت ویاند د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې اخیستو د نېټې اعلان په‌ تړاو وویل: «د کانکور ازموینې په اړه مشورې روانې دي، ان‌شاالله ډېر ژر به یې د اخیستو نېټه اعلان شي.َ»

د یادونې ده، له دوولسم ټولکي فارغو نجونو ته د ۱۴۰۲ کال په کانکور کې د ګډون فورمونو د وېش لړۍ هم پیل شوې ده.

د کابل ښار د قلعۀ زمان‌خان د نجونو لېسې له دوولسم ټولګي فارغې هاجرې پژواک ته وویل چې په دې وروستیو کې یې په کانکور کې د ګډون فورم اخیستی او ازموینې ته په تمه ده.

هغې زیاته کړه: «هیله لرم چې اسلامي امارت له موږ د کانکور ازموینه واخلي او د مني سمسټر لپاره د زده‌کړو د مرکزونو دروازې زموږ پر مخ پرانیستل شي څو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړو.»

دا په‌ داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۰ کال په زمري کې د سیاسي نظام له پرځېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل‌شوي، خو د لوړو زده‌کړو موسسو نجونو بیا د لېندۍ تر ۲۹مې پوهنتونونو ته د تلو اجازه درلوده، وروسته لوړو زده‌کړو وزارت د یوه مکتوب له لارې د هغوی زده‌کړې هم تر ثاني امر پورې وځنډولې.»

که څه‌ هم د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی چې د نجونو زده‌کړو خنډ نه ګرځي او هغوی ته د زده‌کړو خوندي چاپېریال له برابرېدو وروسته پوهنتونونو ته د تلو اجازه ورکوي، خو تر اوسه یې دغه ژمنه نه‌ ده عملي کړې.

Views: 124

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.