میدانښار (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د میدان وردګو سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز په ګډون، لومړۍ حصه بهسودو او جلریز ولسوالیو کې د څه باندې ۱۲۳ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۴۲ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي وحیدالله راشد پژواک خبري اژانس ته وویل، له یادو پروژو څخه ۸۱ یې په لومړۍ حصه بهسودو ولسوالۍ کې، ۳۳ په جلریز ولسوالۍ کې او پاتې ۲۸ پروژې په مرکز میدانښار کې پلې کېږي.
نوموړي وویل چې په دغو پروژو کې د اوبو کانالونو پاکول، د کلیوالي لارو بیارغول او د څښاک پاکو اوبو شبکو جوړول شامل دي.
هغه زیاته کړه چې د یادو پروژو په پلې کېدو سره به د سیمو ۷۰۹۸ اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د یادو پروژو چارې نن د میدان وردګو ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لوري پېل شوې.
د لومړۍ حصه بهسودو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حسین علي پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دی چې په سیمه کې یې د بیارغونې کارونه ترسره کېږي.
نوموړي وویل: «دا ښه کار دی هم زموږ په سیمه کې بیارغونه کېږي او هم پیسې ترلاسه کوو.»
د سیمې یوه بل اوسېدونکي رحیمالله بیا وویل چې په سیمه کې یې ډېر شمېر کسان وزګار دي او اړتیا ده چې نورې ورته پروژې هم پلې شي.
په میدان وردګو ولایت کې د یادو پروژو چارې داسې مهال پیلېږي چې میاشت وړاندې هم په مرکز میدانښار، لومړۍ حصه بهسود او جلریز ولسوالیو کې د یاد پروګرام له لوري ورته پروژې پیل شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP