ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې نامعلومو وسله‌والو یو کس وژلی

سرپل کې نامعلومو وسله‌والو یو کس وژلی

author avatar
21 Jun 2023 - 11:45
سرپل کې نامعلومو وسله‌والو یو کس وژلی
author avatar
21 Jun 2023 - 11:45

سرپل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲): په سرپل کې امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې یو کس د ناپېژانده وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

د سرپل د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې د صیاد ولسوالۍ مرستیال محمدیاسین انس له قوله لیکلي چې دا پېښه تېره ورځ د دغې ولسوالۍ په میرزا اولنګ کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچينه زیاتوي چې وژل شوی کس رمضان نومېده او د نامعلومو کسانو له لوري له خپل کور څخه وړل شوی او په ډزو وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې تر اوسه د یاد قتل انګېزه روښانه شوې نه ده، خو په تړاو یې څېړنې روانې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.