محمودراقي (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د کاپیسا ولایت د کوهستان په لومړۍ حصه ولسوالۍ کې یوه ۱۷ کلن ځوان او د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې یوې ۱۷ کلنې نجلۍ ځانوژنې کړې دي.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز وايي، پرون مازیګر شاوخوا څلور بجې د رحمتالله په نوم یوه ۱۷ کلن ځوان -چې د کوهستان د لومړۍ حصې ولسوالۍ د قول جمال کلي اوسېدونکی و- ځان یې د ښکاري ټوپک په ډزو وژلی دی.
د هغه په خبره، تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی معلوم، خو امنیتي ځواکونه په تړاو یې پلټنې پیل کړې څو معلومه کړي چې دغه ځوان ولې دغه چاره ترسره کړې ده.
هغه زیاته کړه چې په ورته بله پېښه کې، د سهشنبې په شپه شاخوا درې بجې د فرمینې په نوم یوې ۱۷کلنې نجلۍ -چې د تګاب ولسوالۍ د کوټ کلي اوسېدونکې وه- ځان یې په ښکاري ټوپک ټپي کړی چې روغتون ته د لېږد پر مهال مړه شوې ده.
فایز وايي، تر اوسه د دې پېښې لامل هم نه دی معلوم، خو خپلوانو یې ویلي چې دغې نجلۍ رواني ناروغي درلوده.
هغه څرګنده کړه چې کشفي او استخباراتي ځواکونو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
د یادونې ده، ځانوژنه د اسلام له نظره کبیره ګناه ده او په ژوند کې د شته ستونزو له امله باید څوک په دغه کار لاس پورې نه کړي.
هغه څوک چې له ستونزو سره مخ کېږي، د دې پر ځای چې پر ځانوژنې لاس پورې کړي، کولی شي د خپلو ستونزو هواري لپاره هڅه وکړي.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن