ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

المان د افغانانو منلو لړۍ راتلونکې اونۍ بېرته پیلوي

المان د افغانانو منلو لړۍ راتلونکې اونۍ بېرته پیلوي

author avatar
23 Jun 2023 - 17:04
المان د افغانانو منلو لړۍ راتلونکې اونۍ بېرته پیلوي
Reuters
author avatar
23 Jun 2023 - 17:04

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د المان فدرالي حکومت په پام کې لري چې د افغانانو منلو او لېږدولو لړۍ راتلونکې اونۍ بېرته پیل کړي.

«دویچه‌ویله» د المان د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې په دغه بهیر کې به هره میاشت تر زرو «افغانان چې ژوند یې له ګواښ سره مخ وي» المان ته ولېږدول شي.

د المان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، له څو میاشتو ځنډ وروسته، د جون په ۲۶مه (د چنګاښ ۵مه) سیمه‌ییزو کارکوونکو او له ګواښ سره مخ افغانانو ته د ویزو صادرولو لړۍ له سره پيلېږي.

هغه زیاته کړه، دغه پروګرام به په تدریجي ډول په راتلونکو اونیو کې پراخېږي، څو له مخکې ټاکل شوې موخې ته چې د میاشتې د زرو کسانو منل دي، ورسېږي.

د هغه په وینا، په لومړي پړاو کې به د هغو کسانو ملاتړ وشي چې د ویزې د ځنډ له امله په پاکستان او ایران کې په تمه دي او له هغه وروسته به په افغانستان کې د هغو کسانو د لېږد لړۍ پیل شي چې  جرمني یې د منلو ژمنه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې د المان فدرالي حکومت د دغه حکومت د منلو  پروګرام په چوکاټ کې افغانانو ته د ویزو ورکولو بهیر په موقتي ډول ودراوه.

په هغه وخت کې د المان حکومت ویلي وو، د دغه بهیر ځنډولو لامل دا و چې ډاډ ترلاسه شي څو د المان د منلو له پروګرام څخه ناوړه ګټه نه اخیستل کېږي.

په راتلونکي کې به له متقاضیانو سره امنیتي مرکې ترسره شي، ترڅو د درغلیو او ناوړه ګټه اخیستنې مخه ونیول شي.

Views: 61

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.