[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): هالنډ کې د پښتونژغورنې غورځنګ غړو په پاکستان کې د خپلو غړو د سملاسي خلاصون په موخه لاریون وکړ.
په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت له خوا د غورځنګ ګڼ شمېر غړي نیول شوي او په زندانونو کې اچول شوي چې په غبرګون کې یې د پيټياېم له خوا له تېرو څو ورځو راهیسې په میرانشاه کې پرلت روان دی.
په دغه لاریون کې د هالنډ له بېلابېلو ښارونو د لر او بر سلګونو کسانو ګډون کړی و چې موخه یې د میرانشاه د پرلت ملاتړ ترڅنګ د دغه غورځنګ د ټولو روا غوښتنو د ژر تر ژره منل کېدو غوښتنه وکړه.
د پښتونژغورنې غورځنګ د هالنډ څانګې مشرې سایرې نورزۍ د لاریون پر مهال وویل، څه موده مخکې په محکومه پښتونخوا کې د پاکستاني پوځیانو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي عیدالرحمن وزیر، جلال وزیر، زکیم وزیر، صابر بلال، اعجاز خوشحال او عالمزیب مسید نیول شوي دي.
د نوموړې په وینا، په افغانستان کې هم د واکمنو له خوا د پيټياېم غړي او ملاتړي هر یو مطيعالله ویسا، نورايل کليوال، عنایت خان، ذبيح عیار او یو شمېر نور نیول شوي دي.
د نورزۍ په وینا، په همدې موخه د شمالي وزیرستان په میرانشاه ښار کې پرلت شوی دی.
هالنډ کې د پيټياېم مشرې سایره نورزۍ وایي، د دغه غورځنګ د عمومي مشر منظور پښتین په لارښوونه د علي وزير او د دغه غورځنګ د نورو غړو نیول کېدو غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د لر او بر وطن په ګډون په ټوله نړۍ کې د پراخو لاریونونو لړۍ پیل شوې ده څو د غورځنګ غوښتني ومنل شي.
هغې زیاته کړه، میرانشاه کې د ناست پرلت ټولې غوښتنې قانونې دي او باید ژر تر ژره ومنل شي.
نوموړې وویل: «موږ له یاد پرلت څخه په کلکه ملاتړ کوو، له پاکستاني ریاست او بشر حقونو له ټولو مسوولو ادارو غوښتنه کوو چې ژر تر ژره د پښتون ژغورنې غورځنګ ټول غړي ازاد کړي.»
نورزۍ د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې هلته دې د افغان کډوالو د غیرقانوني نیولو او ځورولو لړې هم پای ته ورسوي.
د هغې په وینا، که دا لړۍ ونه درول شي نو دوی به خپلو لاریونو ته دوام ورکړي.
دغه راز بلجیم کې د پېټياېم مشر ملک بازي، په پښتونخوا کې د بشري حقونو فعال او په هالنډ کې د پيټياېم مخکښ غړي زرغلي خان اپریدي، نطیفالله نهضت، د پيټياېم مرکزي کمېټې غړي رحمنالله مومند او نورو خبرې وکړې.
ویناوالو د خپلو خبرو په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې نور د بېګناه پښتنو له وژلو، ځورولو او نیولو لاس واخلي.
د ښځو حقونو د فعالې او هالنډ کې د پيټياېم غړې غرڅنۍ وطنیار د پرېکړهلیک لوستلو پر مهال وویل، که په لر او بر وطن کې د پښتون ژغورني غورځنګ فعالانو نیولو لړۍ د واکمنو له خوا ونه درول شي؛ نو دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي او دغه لړۍ به د ملګرو ملتونو تر نړۍوالو سټېجونو ورسوي.
[/restrict]
Views: 78
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن