ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خالد حنفي: د ښځو شرعي حقونو د ضیاع مخه دې ونيول شي

خالد حنفي: د ښځو شرعي حقونو د ضیاع مخه دې ونيول شي

author avatar
26 Jun 2023 - 18:14
خالد حنفي: د ښځو شرعي حقونو د ضیاع مخه دې ونيول شي
author avatar
26 Jun 2023 - 18:14

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت سرپرست ټولو ولایتي رییسانو ته په لېږلي یوه پیغام کې ویلي چې د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي او څوک پرې نه ږدي حقوق یې ضایع کړي.

د امر بالمعروف وزارت ویاند محمدصادق عاکف پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، د یاد وزارت سرپرست شیخ محمدخالد الحنفي نن ټولو ولایتي رییسانو ته په استول شوي پیغام کې وویل چې د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي او څوک پرې نه ږدي چې حقوق یې ضایع کړي.

عاکف د یاد وزارت سرپرست له قوله لیکلي: «د ښځو شرعي حقوقو د ضیاع مخه ونیسئ.»

سرپرست وزير پر رييسانو ټينګار کړى، که کوم څوک د ښځو مهر نه ورکوي، میراث یې ترې اخلي، د هغوى له خوښې پرته یې په نکاح ورکوي او یا یې په بدو کې ورکوي محکمې ته یې معرفي کړئ.

د عاکف د معلوماتو له مخې، ښځې کولای شي په دې اړه خپل شکایت په مرکز کې د امر بالمعروف او نهي عن‎المنکر وزارت ته او په ولایتونو کې د یاد وزارت اړوند ریاستونو، ولسوالیو کې امریتونو ته وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ۱۴۰۱ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۶مه اروپايي ټولنې د افغانستان سرپرست حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت پر سرپرست مولوي ندامحمد ندیم او د امر بالمعروف وزارت سرپرست محمدخالد حنفي بنديزونه لګولي دي.

یادې ټولنې هغه وخت ویلي وو چې دغه بندیزونه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د هغوی له حقونو د سرغړونو غبرګون کې لګول شوي دي.

Views: 120

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.