مزارشریف (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د مزارشریف خدیجةالکبرا ښځینه مارکېټ هټۍوالې وایي چې د ملاتړ په موخه دې ښځې خپل د اړتيا وړ توکي له دوى څخه وپېري.
هغوی دغه راز د خپل بازار له پیکهوالي شکایت کوي او له ښځو غواړي چې ملاتړ يې وکړي.
په مزارشریف کې د خدیجةالکبرا ښځینه بازار شاوخوا شپږ میاشتې مخکې پرانیستل شوی او په دغه بازار کې د ښځو د اړتیا وړ نږدې ټول توکي پلورل کېږي.
د مزارشریف ښار د دغه مارکېټ یوه هټۍواله روهینا قادري د خپل کاروبار له کمرنګۍ شکایت کوي او له نورو ښځو غواړي چې خپل د اړتیا وړ توکي له دوی څخه وپېري.
روهینا وایي: «په دې شپو او ورځو موږ ښځو ته ځانګړی تخفیف ورکړى او محصولات مو هم ښه کیفیت لري، له مېرمنو غواړي چې خپل د اړتیا وړ توکي له موږه وپېري.»
دا وايي، د هټۍ کرايه ورکوي، پانګونه يې کړې خو د ورځې زر افغانۍ فروشات هم نه لري.
د دغه بازار بله هټۍواله نفیسه سادات وایي، په خپله هټۍ کې د ماشومانو، نجونو او ښځو جامې پلوري خو بازار بېخي سوړ دی.
نفیسه له نورو مېرمنو غواړي چې خپل د اړتیا توکي له دوی وپېري او پر حکومتي چارواکو هم غږ کوي چې له ښځو ملاتړ وکړي.
يوه بله هټۍواله خاطره حلیمي هم ورته څرګندونې کوي او وایي، که مېرمنې توکي له دوی وپېري نو ځانګړی تخفیف به هم ورکړي.
په ورته وخت کې د دغه بازار مسووله پښتنه افغان وایي، د یاد بازار په ۳۲۰ هټیو کې شاوخوا ۹۰۰ مېرمنو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي.
د هغې په وینا، په یاد بازار کې د ښځو ټول د اړتیا ټول توکي پلورل کېږي.
په ورته وخت کې د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین د دغه بازار د ودې ډاډ ورکوي.
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مالي او اداري امر نصیراحمد نیازی وایي، دغه مارکېټ د ښځو لپاره ځانګړى شوى او دوى يې د ودې او پراختیا لپاره جدې هڅې کوي.
د يادونې ده، په بلخ کې د خدیجةالکبرا ترڅنګ د ښځو يو بل ځانګړى مارکېټ هم شته چې سلګونو ښځو ته په کې د کار کولو فرصت برابر شوى دى.
Views: 106
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن