اټلانټا (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان د وسلهوال پوځ پخوانی سرتېری چې د تخلیې په پروګرام کې امریکا ته راغلی و، د نامعلومو وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د امریکا غږ د خبر له مخې، د نصرت احمدیار په نوم دغه افغان د چنګاښ په ۱۳مه د امریکا پلازمېنې واشنګټن ډيسي اړوند سیمه کې وژل شوی دی.
د واشنګټن ډيسي پولیس وايي، دا پېښه د دغه ښار په شمالختیځه سیمه کې شوې ده چې د پوليسو په وينا، مرمۍ د نصرت په نس په برخه کې لګېدلې او ځای پر ځای وژل شوی دی.
بلخوا د «لیفټ» ټکسي موټرو شرکت چې د نصرت موټر هم ورسره ثبت دی، د هغه له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن