منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۳ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

امریکا ته د تخلیې په پروګرام کې تللی یو افغان وژل شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۰۵ کتنې · تازه شوی

اټلانټا (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان د وسله‌وال پوځ پخوانی سرتېری چې د تخلیې په پروګرام کې امریکا ته راغلی و، د نامعلومو وسله‌والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د امریکا غږ د خبر له مخې، د نصرت احمدیار په نوم دغه افغان د چنګاښ په ۱۳مه د امریکا پلازمېنې واشنګټن ډي‌سي اړوند سیمه کې وژل شوی دی.

د واشنګټن ډي‌سي پولیس وايي، دا پېښه د دغه ښار په شمال‌ختیځه سیمه کې شوې ده چې د پوليسو په وينا، مرمۍ د نصرت په نس په برخه کې لګېدلې او ځای پر ځای وژل شوی دی.

بلخوا د «لیفټ» ټکسي موټرو شرکت چې د نصرت موټر هم ورسره ثبت دی، د هغه له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د لیفټ شرکت د خواخوږۍ په پیغام کې راغلي: «زموږ زړونه د ښاغلي نصرت له خپلوانو سره دي چې له دې نه جبرانېدونکې غمیزې سره مخ شوي دي، موږ د هغه له کورنۍ سره د خپل ملاتړ څرګندولو لپاره اړیکه نیولې او له مقاماتو سره په تماس کې یو چې په تحقیقاتو کې مرسته وکړو.»

د واشنګټن ډي سي پولیسو څانګه د دې پېښې په اړه څېړنه کوي او د هغو معلوماتو لپاره یې ۲۵ زره ډالر انعام ټاکلی چې د نصرت د وژنې د عامل یا د مرتکبینو د نیولو لامل شي.

واشنګټن ډي سي ته څېرمه مېشتو یو شمېر افغانانو هم د نصرت احمدیار له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او له هغوی سره یې د مالي مرستې په موخه د مرستو راټولولو پروګرام پیل کړی دی.

د مرستو ټولولو د تنظیموونکو په وینا، نصرت په دې وروستیو کې له خپلو پنځو ماشومانو او میرمنې سره د ښه ژوند په هیله امریکا ته راغلی و.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو لیکلي چې نصرت احمدیار د افغانستان د پخواني حکومت د وسله والو ځواکونو غړی و او له افغانستان څخه د پوځيانو د ایستلو پروګرام پر مهال امریکا ته لېږدول شوی و.

د ارشیف د شمېرو له مخې، د روان کال له پیله راهیسې په امریکا کې څه باندې ۲۲۱۰۰ کسان د وسله‌وال تاوتریخوالي په پېښو کې وژل شوي چې له دې ډلې ۹۷۳۰ یې قصدي او غیرقصدي وژنې او تر ۱۲۳۰۰ ډېر یې ځانوژنې دی.

  . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.