چاریکار (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د پروان امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د پروان امنیې قوماندانۍ له خوا خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پېښه تېره ورځ د پروان ولایت د مرکز اړوند په خواجه سیان سیمه کې د پروان ورودي دروازې له یوې سمنټي پایې سره د یوه کرولا موټر د ټکر له امله شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، د دې پېښې له امله د کرولا موټر چلوونکی مړ شوی او درې نور کسان ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د یوې ښځې په ګډون درې واړه ټپیان د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د خبرپاڼې معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې مړ شوی او ټپیان د بغلان ولایت اوسېدونکي دي.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن