کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د امریکا ولسمشر اروپا ته د خپل سفر په ترڅ کې بریتانیا ته رسېدلی او له هغه ځای وروسته به د ناټو غړو هېوادونو مشرانو غونډې کې د ګډون لپاره لیتوانیا او فنلنډ ته ولاړ شي.
رویټرز خبري اژانس پر خپله وېپپاڼه لیکلي، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن تېره ورځ د اروپا درېیو هېوادونو ته د خپل سفر په لړ کې د بریتانیا پلازمېنې لندن ته رسېدلی او ټاکل شوې د یاد هېواد له پاچا درېيم چارلز او لومړی وزیر ریشي سوناک سره وګوري.
سرچینې لیکلي چې د امریکا د ولسمشر دغه سفر پنځه ورځې دوام کوي.
د سرچینې په حواله، د امریکا ولسمشر به په بریتانیا کې د یاد هېواد له چارواکو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ به د اقلیم بدلون په اړه هم خبرې وکړي.
سرچینې زیاته کړې، بایډن به له بریتانیا وروسته د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو غونډه کې د ګډون لپاره لیتوانیا او فنلنډ ته هم سفر وکړي.
سرچینې زیاتوي، په دغه سفر کې به د امریکا ولسمشر د ناټو سازمان غړو هېوادونو مشرانو غونډه کې هم ګډون وکړي.
ټاکل شوې په یاده غونډه کې پر اوکراين د روسیې د بريد او له اوکراين سره د ملاتړ پر ډېروالي او دغه راز په یاد سازمان کې د سوېډن پر غړیتوب خبرې وشي.
رویټرز د سپینې ماڼۍ په حواله لیکلي: «دغه سفر زموږ د هېوادونو ترمنځ د نږدې اړیکو د لا پیاوړې کولو لپاره طرح شوی دی.»
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن