ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سره میاشت په هېواد کې له ۲۴ زره کونډو سره نغدي مرسته کوي

سره میاشت په هېواد کې له ۲۴ زره کونډو سره نغدي مرسته کوي

author avatar
11 Jul 2023 - 14:39
سره میاشت په هېواد کې له ۲۴ زره کونډو سره نغدي مرسته کوي
author avatar
11 Jul 2023 - 14:39

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا په هېواد کې ۲۴ زره بې سرپرسته کونډو ته د ۲۰۴ میلیون افغانیو مرستې د وېش لړۍ روانه ده.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان‌الله شرف‌زوی وایی، دا لړۍ د روانې چنګاښ مياشتې په لومړیو کې پیل شوې ده.

دی وایي چې هرې کونډې ته ۸۵۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولايتونو کې ۴۰۰۰ بې‌سرپرسته کونډو ته د ۳۴ ميليون افغانيو نغدي مرستې د وېش لړۍ تېره ورځ بشپړ شوه.

هغه زیاتوي چې په پاتې ۳۰ ولايتونو کې به هم په راروانو دوو اونيو کې تثبيت شوو بې‌سرپرسته کونډو ته یاده نغذي مرسته ووېشل شي.

Views: 133

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.